پر زده‌کړو سمبالې ټولنې لپاره هڅې؛ ننګرهار کې یوه فرهنګپال لسګونه یتیمو او بېوزله ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې

تر هغې وروسته چې مخکینی جمهوري حکومت ړنګ شو او طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر تړلو سربېره زرګونه هغه یتیم، بې‌سرپرسته او بېوزله ماشومان هم د زده‌کړو له نعمته بې‌برخې شول، چې د تېر حکومت پرمهال د خپل روښانه راتلونکي لپاره په ښوونیزو مرکزونو کې پر وړیا زده‌کړو بوخت وو.

خو له شاوخوا یو نیم کال راهیسې چې طالبان پر هېواد واکمن شوي دي؛ ګڼو خیریه او د زده‌کړو نورو ملاتړو بنسټونو او شخصیتونو د دې لپاره چې یتیم او نور بې‌سرپرسته ماشومان له زده‌کړو لیرې پاتې نه شي، د دې برخې د پیاوړتیا ته ملا تړلې ده.

یوه فرهنګي فعال جاوید حضرت د ښوونیز نظام د نورو ملاتړو په څېر ننګرهار کې لسګونه یتیمو او بېوزله ماشومانو ته چې نږدې نیمایي یې نجونې دي د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې.

حضرت وایي، دغه ماشومان تر دې وړاندې په جلال‌اباد ښار او نورو سیمو کې پر سوالګرۍ او درنو کارونو بوخت وو.

دغه فرهنګي فعال زیاتوي: «له موږ سره په دې مرکز کې ۸۵ یتیم او بېوزله ماشومان زده‌کړې کوي، چې له ډلې یې ۳۰ نجونې او ۵۵ هلکان دي، زموږ موخه هغو ماشومانو ته د زده‌کړو د زمینې برابرول ده، چې د بېوزلۍ او غربت له امله له زده‌کړو بې‌برخې وو او په ښار کې یې دروېزه او سخت کارونه کول.»

نوموړی وایي، دغه بهیر یې له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې پیل کړی او ماشومانو ته په بېلابېلو برخو کې زده‌کړې ورکول کېږي.

جاوید حضرت زیاتوي، که په کور دننه او له هېواده بهر شتمن هېوادوال یې مالي لاسنیوی وکړي، د زده‌کوونکو دغه شمېر به تر دې څو چنده لوړ کړي او پلان لري، چې په راتلونکې کې ورته په تخنیکي برخه کې هم د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

نوموړی پر شتمنو هېوادوالو او نورو مرستندویه بنسټونو غږ کوي، چې د پر ځان بسیا افغانستان لپاره په ښوونیز ډګر او خلکو ته د دایمي کار روزګار په برخه کې پانګونه وکړي.

جاوید حضرت وایي: «شاوخوا پنځه میاشتې کېږي، چې دغه کارمو پیل کړی، موږ په بېلابېلو برخو کې زده‌کړې چمتو کوو او که شتمن هېوادوال را سره همکاري وکړي، د حرفوي زده‌کړو زمینه هم ورته برابروو څو خپلې کورنۍ ته یوه نمړۍ حلاله نفقه هم وګټي، زه پر په کور دننه او بهر پر هغو افغانانو چې اقتصاد یې جوړ دی، غږ کوم چې له موږ سره دې مرسته وکړي ترڅو د دغو ماشومانو شمېر نور هم زیات کړو.»

دغه مرکز کې پر زده‌کړو بوخت زده کوونکي که څه هم خوښ دي، چې د زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې؛ خو وایي چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو یې پر زده‌کړو اغېز کړی دی.

نصیب‌الله چې یو له دغو بېوزلو زده‌کوونکو دی وایي، په ډېر شوق زده‌کړې کوي؛ خو د کورنۍ اقتصادي ستونزو اندېښمن کړی.

نوموړی له شتمنو غوښتنه کوي، چې له دوی سره دې پر زده‌کړو سربېره، په مالي برخه کې هم د پام وړ مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: «زه ډېر خوښ یم چې ماته د زده‌کړې زمینه برابره شوې، زما کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ ده، هر وخت ورته اندېښمن یم، موږ ته دې د تعلیم ترڅنګ د کسب زده‌کولو زمینه برابره شي او نغدي مرستې دې راسره وشي؛ څو هم خپلې زده‌کړې په ښه توګه پر مخ یوسو او هم مو د کورنۍ اقتصادي ستونزې حل شي.»

ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ کې د یتیمو او بېوزله ماشومانو د لاسنیوي او هغوی ته د زده‌کړو په برخه کې ګڼ شمېر بنسټونه فعالیت کوي او دغه لړۍ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لا پسې چټکه شوې.

د ننګرهار اوسېدونکي پر طالبانو نیوکه کوي، چې د بېوزلو او یتیمو ماشومانو زده‌کړو ته هېڅ ډول پاملرنه نه کوي چې له امله یې ورځ تر بلې د دغو ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی.

خلک غوښتنه کوي، چې طالبان او نړۍواله ټولنه دې په افغانستان کې د ستونزو د بنسټیز هواري لپاره د زده‌کړو او دایمي کار په برخه کې پانګونه وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button