۸صبح، بادغیس: په بادغیس کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې کوټې چت پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه پنجشنبه د وري پر ۲۳مه شپه مهال د بادغیس د ابکمري ولسوالۍ په «ګلخانه» کلي کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، په مړو شویو کې مور او دوه ماشومان یې دي.
په بادغیس کې طالب سرچینې هم د دې پېښې پخلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په بادغیس کې له تېرې شپې راهیسې باران ورېږي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم په دغه ولایت کې د ورته پېښې له کبله د یوې کورنۍ درېیو غړو ژوند بایللی و.