۸صبح، غزني: له غزني څخه سیمهییزې سرچینې خبر ورکوي، چې یو سړی د خپلو دوو اولادونو له خوا د دغه ولایت په اندړ ولسوالۍ کې ځړول شوی دی.
دغه پېښه دوشنبه غرمهمهال د تلې پر ۲۵ د اندړ ولسوالۍ په خل کلی کې شوې ده.
د ځایی سرچینو په وینا دوو وروڼو وروسته له هغې، چې خپل پلار یې په کور کې دننه وواژه له سیمې وتښتېدل.
یو له دغو کسانو د طالبانو له خوا نیول شوی او یو بل یې تر اوسه بېدرکه دی.
د دې پېښې انګېزه تر اوسه روښانه نه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یوه کس د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د خپل زوی سر پرې کړ.