د سیما لا هم هغه ورځې په یاد ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې تړل شوې وې. نوموړې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د څلورم ټولګي زدهکوونکې وه چې د نجونو لپاره د زدهکړو دوام منع شو. سیما د زرګونو نورو نجونو په څېر له ښوونځي پاتې شوه او پنځه کاله یې په کور کې تېر کړل؛ هغه کلونه چې د کتاب او درس پر ځای په کورکېناستو تېر شول. په هغه وخت کې له زدهکړو د نجونو محرومیت یوازې د ښوونځیو د دروازو تر تړل کېدو محدود نه و؛ د ښځو او نجونو پر تګ راتګ او ټولنیز حضور محدودیتونه، د زدهکړې او کار د فرصتونو نشتوالی او د کمعمره ودونو دودېدو د ډېرو نجونو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی و. د هغې نجلۍ لپاره چې په داسې شرایطو کې لویېده، د ښوونځي او واده ترمنځ واټن کله ناکله ډېر لنډ و. سیما هم، سره له دې چې له داسې برخلیک سره مخ وه، په پای کې له کمعمره واده وژغورل شوه؛ هغه فرصت چې د هغې د نسل ډېرو نورو نجونو ته برابر نه شو.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پای ته رسېدو او د افغانستان د سیاسي وضعیت په بدلېدو سره، د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیستل شوې. سیما هم له پنځه کاله په کور کېناستو وروسته بېرته ښوونځي ته لاړه او خپلو زدهکړو ته یې له هماغه ځایه دوام ورکړ چې درېدلې وې. ښوونځي ته بېرته ستنېدل د هغې لپاره یو فرصت و چې خپل د ماشومتوب ارمان بېرته تعقیب کړي. هغې غوښتل ډاکټره شي او زدهکړه یې د خپلواک ژوند د جوړولو لپاره یوه لار ګڼله؛ خو ښوونځي ته بېرته ستنېدل د ټولو خنډونو پای نه و. د ژوند شرایطو او په افغانستان کې شته ستونزو سیما ته اجازه ورنه کړه چې خپلې زدهکړې تر هغې موخې ورسوي چې ځان ته یې ټاکلې وه. نوموړې په پای کې واده وکړ او د ډاکټرې کېدو او اقتصادي او ټولنیزې خپلواکۍ د ترلاسه کولو ارمان یې نیمګړی پاتې شو.
د یوه برخلیک تکرار؛ لور د مور پر ځای
شاوخوا دوه لسیزې وروسته، هماغه کیسه نږدې د یوه نسل په واټن دا ځل د سیما له لور سره تکراره شوه. د سیما لور ستایش په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښوونځي ته له تلو پاتې شوه؛ خو توپیر دا و چې دا ځل هغې یوازې د خپلې مور د محرومیت کیسه نه وه اورېدلې، بلکې خپله په هماغه کور کې ناسته وه چې مور یې کلونه وړاندې په کې د ښوونځي د بیا پرانیستل کېدو په تمه ورځې تېرې کړې وې. ستایش هم د خپلې مور په څېر په کور پاتې شوه؛ هغه سهارونه چې باید ښوونځي ته په تګ، د خورلڼو په لیدلو، په ټولګي کې په ناستې او د زنګ په غږ پیل شوي وای، اوس د کور په کارونو سره پیلېږي. نوموړې وايي، ورته ډېره سخته ده چې سهار له خوبه راویښه شي، خپل ورور وویني چې ښوونځي ته ځي او خپله اړه شي چې د کور کارونه ترسره کړي. له کور جارو کولو نیولې تر نورو هغو مسوولیتونو پورې چې د درس او زدهکړې ځای یې نیولی دی.
ستایش د دې لپاره چې په بشپړه توګه له زدهکړې لېرې پاتې نه شي، پر شته محدودیتونو سربېره یوې دیني مدرسې ته ځي. خو کورنۍ یې پوهېږي چې دغه زدهکړه نه شي کولای د هغې لپاره د ښوونځي او رسمي زدهکړو ځای ونیسي. د کورنۍ په وینا، دغه مسیر په راتلونکي کې ستایش ته د کانکور ازموینې ورکولو یا په پوهنتون کې د خپلې خوښې څانګې ته د بریالي کېدو زمینه نه برابروي. د هغې لپاره چې د لیکوالې او شاعرې کېدو هیله لري، دیني مدرسه هم نه شي کولای د هغو فرصتونو ځای ونیسي چې د ښوونځي په تړل کېدو ترې اخیستل شوي دي. ستایش له دغو محدودیتونو سره سره لا هم لیکل کوي؛ داسې لیکنې او شعرونه چې ډېری یې یوازې د ځان لپاره لیکي، بې له دې چې د خپل استعداد د ودې، د ادبیاتو د زدهکړې او د لیکوالۍ نړۍ ته د رسېدو لپاره روښانه لاره ولري.
هغه وايي د خپل ټولګی، خورلڼې، ښوونکي او ان د ښوونځي د زنګ غږ یې ډېر یادېږي. د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو لپاره کلونه انتظار هم ورته ستړی کوونکی شوی؛ هغه انتظار چې څو ځله په هیله پیل شوی، خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې. ستایش وايي، دا هغه حالت دی چې نور خلک یې په اسانه نه شي درک کولای او «باید نجلۍ وې، څو وکړای شې هغه درک او احساس کړې.» د هغې اصلي اندېښنه یوازې د نن ورځې په تړاو نه ده، بلکې د هغه راتلونکي په تړاو ده چې وېره لري د خپلې مور د ژوند په څېر شي؛ داسې راتلونکی چې پکې له یوې نجلۍ د زدهکړې، خپلواکۍ او خپلو هیلو ته د رسېدو فرصت واخیستل شي. هغه وايي: «مور مې له درس او زدهکړې پاتې شوه او ونه توانېده خپلواکه شي. که دا محدودیتونه دوام وکړي، زما راتلونکی به هم له منځه ولاړ شي.»
د سیما لپاره د خپلې لور په ژوند کې د دې حالت لیدل، د هغې د خپل ماشومتوب له تجربې هم ډېر دردوونکی دی. هغه مهال چې سیما د څلورم ټولګي زدهکوونکې وه، د ښوونځي دروازې وتړل شوې او کلونه وروسته، کله چې بیا د زدهکړې فرصت ورته برابر شو، ونه توانېده چې خپلې زدهکړې د ډاکټر کېدو تر هیلې ورسوي. اوس یې لور هم پر هماغه لاره روانه ده؛ هغه نجلۍ چې د زدهکړې په عمر کې ده، د لیکوالې او شاعرې کېدو هیله لري او د دې پر ځای چې هره ورځ ښوونځي ته ولاړه شي، په کور کې کار کوي. په دې توګه، هغه څه چې د سیما لپاره په ماشومتوب کې یوه شخصي تجربه وه، د ستایش لپاره په تکرارېدونکي واقعیت بدله شوې ده؛ داسې محرومیت چې له یوه نسله بل نسل ته لېږدېږي.
په وروستیو کلونو کې یو شمېر نجونو د دې لپاره چې لږ تر لږه له زدهکړې سره خپله اړیکه وساتي، دیني مدرسو او د غیررسمي زدهکړې نورو بڼو ته مخه کړې ده. دغه لارې د ځینو نجونو لپاره د زدهکړې د دوام زمینه برابروي، خو د رسمي زدهکړې او د له لاسه تللو تحصیلي فرصتونو ځای په بشپړه توګه نه شي نیولای.
د ښځو او نجونو پر وړاندې پنځه کلن محدودیت
په تېرو پنځو کلونو کې پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه یوازې تر منځنۍ کچې زدهکړو پورې محدود نه دي پاتې شوي. نجونې په منځنیو ښوونځیو کې د خپلو زدهکړو له دوامه محرومې شوې او ښځې هم له پوهنتونونو محرومې کړای شوې دي. پر دغو محدودیتونو سربېره، ښځې د کار، په عامه ډګر کې د حضور، تګ راتګ او ټولنیز ګډون په برخو کې له پراخو خنډونو سره مخ شوې دي. د دغو ټولو محدودیتونو ټولګې د ښځو او نجونو لپاره د خپلواک ژوند د جوړولو فرصتونه محدود کړي دي. د ډېرو نجونو لپاره د ښوونځي د دروازې تړل یوازې د یوه یا څو کلونو د درس له لاسه ورکولو په مانا نه دي؛ بلکې کولای شي د هغوی د زدهکړې، کار، اقتصادي خپلواکۍ او ان شخصي انتخابونو مسیر د ټول ژوند لپاره بدل کړي.
له زدهکړو د څه باندې دوو میلیونو نجونو محرومیت
یونسکو په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو لپاره پکې له لومړنۍ کچې پورته زدهکړو ته لاسرسی منع شوی دی. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې له زدهکړې محرومیت او د ښځو پر کار محدودیتونه د بېوزلۍ د زیاتېدو، د بشري ظرفیتونو د له منځه تلو او نه جبرانېدونکو زیانونو خطر زیاتوي او ان د کمعمره ودونو خطر هم لوړوي.
د یونسکو د تازه شمېرو له مخې، په ۲۰۰۱ کال کې زدهکړو ته د افغان نجونو لاسرسی په جدي ډول محدود و، خو د سیاسي وضعیت له بدلېدو وروسته شرایط ورو ورو بدل شول او تر ۲۰۲۱ کال پورې نږدې یو میلیون نجونې پر زدهکړه بوختې وې. اوس، په ۲۰۲۶ کال کې، شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې پاتې دي.
یونسکو وايي، دغو محدودیتونو د تېرو دوو لسیزو هغه لاسته راوړنې بېرته شاته ګرځولې دي چې د نجونو د زدهکړو د لاسرسي د پراخولو په برخه کې ترلاسه شوې وې. د دغه سازمان په وینا، له زدهکړې د ښځو او نجونو د محرومیت دوام د د هغوی د زده کړې د اساسي حق جدي نقض دی او کولای شي افغانستان د لسیزو لپاره د بشري ظرفیتونو له لاسه وتلو، د بېوزلۍ له زیاتېدو او نه جبرانېدونکو پایلو سره مخ کړي.
د سیما او ستایش کیسه په واقعیت کې د دوو بېلو دورو، خو له ورته پای سره یوه کیسه ده. مور په ماشومتوب کې له ښوونځي تلو محرومه شوه او وروسته هم ونه توانېده چې خپلې زدهکړې تر هغې خپلواکۍ پورې ورسوي چې غوښتله یې. لور، شاوخوا شل کاله وروسته، بیا پر هماغه ځای ولاړه ده؛ له هغو کتابونو سره چې ځای یې د کور کارونو نیولی او له هغو هیلو سره چې اوس ورته د رسېدو هېڅ لاره نشته.









