۸صبح، کابل: سرچینې وايي چې د محمد یوسف په نوم یو ۲۸ کلن ځوان چې شپږ ورځې لادرکه و، جسد یې نن په نیمروز کې موندل شوی دی.
سرچینو پنجشنبه د زمري پر ۲۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې محمد یوسف شاوخوا شپږ ورځې مخکې له زرنج ښار څخه د «ملکي» په نوم کلي ته تللی و.
د سرچینو په خبره، د دغه ځوان مړی نن د زرنج ښار په «دشت شهر» سیمه کې پيدا شوی دی.
سرچینو منلې چې محمد یوسف په وحشیانه ډول وژل شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او عاملانو په اړه نور جزییات نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جنايي پېښو کچه لوړه شوې ده.





