یو واقعیت تر کومه تریخ کېدای شي؟ یوه جغرافیه تر کومه کولی شي انسان د بېوسۍ تر پولې ورسوي؟ او خلک تر کومه په دوزخ کې ژوند کولی شي، بې له دې چې چیغې یې غږ ولري؟ کله کله فکر کوم چې افغانستان نور د بدو خبرونو په اورېدو له خوبه نه راویښېږي؛ بلکې پر یوې غمیزې راویښېږي.
سهار، مخکې له دې چې چای تیار شي، مخکې له دې چې څوک ډوډۍ په چای کې ښکته کړي، مخکې له دې چې یو ماشوم خپل کتاب او قلم راواخلي، ښايي داسې خبر راشي چې ټوله ورځ په تیارو کې ډوبه کړي: په بادغیس کې د دوو نجونو سر پرې شوي او سوځول شوي جسدونه موندل شوي؛ هغه هم په داسې حال کې چې لا د نیمروز د دښتو قربانیانو د جسدونو له تراژيدۍ «مورې دعا کوه مرم» لس ورځې نه دي تېرې شوې. د دغو دوو غمیزو ترمنځ، په کندوز کې له یو ځوان سر پرې شوی، په پکتیا کې یو ډاکټر وژل شوی، یو بل کس په هرات کې وژل شوی، په غور کې یو پخوانی قوماندان وژل شوی، دا ټولې له لسو ورځو په کمه موده کې.
له لسو ورځو په کمه موده کې د دغو غمجنو تیترونو په لیدلو، پوښتنه راولاړېږي: څه وخت مرګ، یو ملت ته، له غمیزې پر خبر بدلېږي؟
که افغانستان یوازې د نقشې له مخې وګورو، څو غرونه، دښتې، سیندونه او پولې دي؛ د کرښو او رنګونو یوه ټولګه. خو که د هغو انسانانو له سترګو ورته وګورو چې په دغه هېواد کې ژوند کوي، دا جغرافیه تر دې ډېره درنه مانا لري. داسې ځای چې ښايي یوه نجلۍ په خپل کور کې ووژل شي، یو ځوان په دښته کې د تندې له امله مړ شي، یوه مور د ډوډۍ موندلو لپاره ساعتونه په کتار کې ودرېږي. یو ماشوم ښايي د ښوونځي پر ځای د اوبو په لټه وي او یو سړی سهار له کوره ووځي، نه د راتلونکي د جوړولو لپاره، بلکې له نن څخه د تېښتې لپاره او زرګونه نور هم په پردیسۍ کې لالهانده.
په نیمروز کې اوبه؛ هغه چې باید د ژوند تر ټولو لومړنی حق وي، خپله د مرګ او ژوند پر مسالې بدله شوې ده. د روان کال د غبرګولي پر ۲۶مه، دوه نجونې چې ۱۱ او ۱۵ کلنې وې، هغه مهال په نیمروز کې د اوبو په یوه کانال کې ډوبې شوې چې د څښاک اوبو د راوړلو لپاره تللې وې. دا یوازې یوه پېښه نه ده؛ دا د یوې سترې غمیزې انځور دی. داسې جغرافیه چې پکې کله کله انسان د اوبو ترلاسي لپاره مري؛ او کله هم د ډوډۍ.
هو؛ افغانستان هغه هېواد دی چې ښځې پکې په کورونو کې بندیوانې دي او نارینه ورو ورو د ژوند تر بار لاندې کږېږي. هغه کس چې باید د کورنۍ نفقه برابرونکی وي، خو خپله ډوډۍ نه لري. ځوان چې باید د هېواد راتلونکی وي، خو ځان ته هېڅ راتلونکې نه ویني. پلار چې باید د خپلې کورنۍ پناه وي، خو نه پوهېږي چې سبا به څنګه د خپلو اولادونو ګېډې مړوي. وروڼه چې کلونه په لارو، پولو، دښتو او قاچاقي مسیرونو کې لالهانده دي؛ نه د مستۍ، بلکې د مجبورۍ له کبله.
۱۹ ځوانانو چې په ګرمۍ او تنده کې یې ژوند له لاسه ورکړ، یوازې «ناقانونه کډوال» نه و. هغوی د یوې مور زامن و. د یوې خور وروڼه و. ښايي د ماشومانو پلرونه. ملګري. او هغوی انسانان و چې سهار له کوره په دې هیله راوتلي چې ښايي د پولې هغې غاړې ته ژوند یو څه اسانه وي. خو دښتې تېر کړل او لمر یې د بدن اوبه ترې وزبېښلې.
څوک ویلی شي چې دا مرګ یوازې د «ناقانونه کډوالۍ د انتخاب» پایله ده؟ کله چې په خپل هېواد کې ځوان ته کار نه وي، اقتصاد فرصت نه ورکوي، راتلونکې د تصور وړ نه وي او د ډېرو خلکو لپاره د قانوني کډوالۍ لارې هم د لاسرسي وړ نه وي، نو د انسان انتخاب تل ازاد نه وي. کله کله انسان د بد او بدتر ترمنځ انتخاب کوي او کله خو هماغه بدتر هم د ده انتخاب نه وي؛ بلکې برخلیک یې وي. او ښځې چې په دغه دوزخ کې دوه برابره ټپونه زغمي. هغوی نه یوازې له بېوزلۍ، ناامنۍ او بشري ناورینه ځورېږي، بلکې ډېری مهال د ځان د دفاع له تر ټولو لومړنیو امکاناتو هم بېبرخې شوې دي. د ګارډین له خوا د زن ټایمز د یوې څېړنې پر بنسټ په تازه خپاره شوي څېړنیز راپور کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته د افغانستان په لسو ولایتونو کې د ښځو د وژنې ۲۳۱ پېښې څېړل شوې دي.
۲۳۱ عدد دی. خو ښځه عدد نه ده. هر عدد داسې کور دی چې چوپ شوی دی. یوه مور ده چې نور مبایل نه ځوابوي. یوه لور ده چې نور کور ته نه راګرځي. یو ماشوم دی چې نور د مور غږ نه اوري. او یوه کورنۍ ده چې ښايي هېڅکله پوه نه شي چې ولې یې عدالت تر کوره ونه رسېد. کله چې وایو «۲۳۱ ښځې وژل شوې دي»، په ناغوښتل شوې توګه انسان د یو عدد تر شا پټوو. په یاد مو وي چې هر جسد یو وخت یو ژوند و. له قتله بوږنونکې بیا کله کله له قتل وروسته چوپتیا ده. دا چې یو جسد وموندل شي او څو ساعته وروسته یې ځای بل خبر ونیسي. دا چې یوه نجلۍ ووژل شي او ژر د هغې د ژوند او هیلو پوښتنه د نورو خبرونو تر منځ خښه شي. دا چې خلک دومره بد خبرونه واوري چې بل هېڅ خبر یې هم نور ونه لړزوي.
ښايي د تاوتریخوالي تر ټولو ستره بریا همدا وي: دا چې پر نندارچیانو مو بدل کړي. دا چې مرګ مو نور ونه دروي. دا چې د جسدونو پر لیدلو عادت شو. د وژنې پر خبرونو عادت شو. په دښته کې د مړ شوي ځوان پر لیدلو عادت شو. د وږي ماشوم، وژل شوې ښځې، له ښوونځي محرومې شوې نجلۍ او بېځایه شوې کورنۍ د خبرونو پر اورېدو عادت شو. هغه ټولنه چې پر کړاو عادت شي، مخکې له دې چې خپل قربانیان له لاسه ورکړي، خپل انساني حساسیت یې له لاسه ورکړی دی.
افغانستان نن یوازې له یوه ناورین سره مخ نه دی. دا هېواد د داسې ناورینونو له یوې ټولګې سره لاس او ګرېوان دی چې یو بل بشپړوي: بېوزلي، بېکاري، وچکالي، د اوبو کمښت، بشري ناامني، کډوالي، له زدهکړو محرومیت او د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخ محدودیتونه. د وروستیو راپورونو له مخې، د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي د وچکالۍ او اوبو د کمښت له پایلو اغېزمن دي او د هېواد سوېل، لکه نیمروز هغه ولایت دی چې ډېر زیان ګالي. په ۲۰۲۶ کال کې هم شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري؛ چې پکې خواړه، پاکې اوبه، روغتیايي خدمات او خوندیتوب راځي. او په همدغه هېواد کې ۲.۴ میلیونه نجونې لا هم له منځنیو زدهکړو محرومې دي.
دا یوازې شمېرې نه دي. دا د یوه انځور ټوټې دي. د هغه هېواد انځور چې پکې یوه نجلۍ له ښوونځي محرومېږي؛ یوه ښځه په کور کې وژل کېږي؛ یو ځوان د کار موندلو لپاره دښتو ته ځي؛ یو ماشوم د اوبو راوړلو لپاره کانال ته ځي؛ او یوه کورنۍ د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپل هر څه پلوري. دا پېښې له یوې بلې جلا نه دي. ټول یو نوم لري؛ د ژوند پرځېدا.
له دغو ټولو سربېره دې لا هم یو څه له لاسه نه ورکوو؛ د لیدلو وړتیا. لا هم باید وکړای شو د بادغیس له خبره ووېرېږو. لا هم باید په نیمروز کې د ځوانانو پر مړینه غوسه شو. لا هم باید د نجونو له زدهکړو پر محرومېدو شرم احساس کړو. لا هم باید له ځانه وپوښتو چې ولې یو افغان نارینه اړ کېږي چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپل ژوند په دښته کې له ګواښ سره مخ کړي. لا هم باید کله چې د یوې وژل شوې ښځې نوم واورو، یوه شېبه تم شو. ځکه که نور تم نه شو، ناورین یوازې راڅخه بهر نه پېښېږي؛ یوه برخه یې زموږ په دننه کې هم رامنځته شوی وي. هغه ورځ ښايي افغانستان یوازې د وژل شویو ښځو، ستړو نارینهوو، وږو ماشومانو او کډوالو ځوانانو خاوره نه وي؛ بلکې داسې خاوره وي چې خلک یې له خپل درد سره عادت شوي وي. او ښايي دا خپله له مرګه هم وېرونکې وي.
نو باید ولیکل شي. هغو نجونو ته چې جسدونه یې په بادغیس کې وموندل شول. د هغو ځوانانو لپاره چې پولې ته تر رسېدو مخکې تندې ترې ژوند واخیست. د نیمروز د هغو دوو نجونو لپاره چې د اوبو راوړلو لپاره لاړې او بېرته راستنې نه شوې. د هغو نارینهوو لپاره چې هر سهار په تشو جیبونو له کوره وځي. د هغو ښځو لپاره چې د کورونو د دېوالونو تر شا په چوپتیا کې مري. د هغو نجونو لپاره چې پنځه کاله کېږي کتابونه یې تړلي پاتې دي. او د هغه نسل لپاره چې لا هم نه پوهېږي راتلونکی یې چېرته دی.
ښايي لیکل ونه شي کړای مړی ژوندی کړي. خو کولی شي مرګ یې بېنومه پرېنږدي. کولی شي اجازه ورنه کړي چې جنایت یوازې یو عدد پاتې نه شي. کولی شي اجازه ورنه کړي چې نړۍ یې هېر کړي. او ښايي په داسې پېر کې چې هر څه پر عادت بدل شوي، همدا یادول د مقاومت وروستۍ بڼه وي. ځکه دوزخ یوازې هغه ځای نه دی چې انسان پکې مري؛ اصلي دوزخ هغه ځای دی چې انسانان ژوندي پاتې کېږي، کړاو زغمي، او له خپل درد سره دومره عادت کېږي چې نور یې څوک د سوځېدو غږ نه اوري، او ان د ځان لپاره یې هم سوځېدل د ژوند یوه بڼه ګرځي.





