د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد یو پولیس او یو ملکي وګړی له افغانستان سره پولې ته نږدې د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو کې وژل شوي او د دغه هېواد څلور نور پولیس ټپیان شوي دي.
د دغو راپورونو له مخې دا پېښه یکشنبه سهار د اکټوبر پر ۳۰ د پاکستان په خیبرپښتونخوا سیمه کې شوې ده.
د پاکستان د پولیسو چارواکو ویلي، چې وسلهوالو کسانو له سویلي وزیرستان سره سرحدي سیمه دېره اسماعیل خان کې د پولیسو یوه پوسته په درنو وسلو په نښه کړې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
دغه برید د دېره اسماعیل خان په درازیندای سیمه کې د وسلهوالې نښتې پرمهال د دوو پاکستاني سرتېرو له وژل کېدو یوازې یوه ورځ وروسته شوی دی.