په ۲۰۱۸ کال کې د سولې د خبرو له پیل راهیسې چې په پایله کې یې د کابل سقوط او د طالبانو واکمني یو ځل بیا پیل شوه، افغان سیاستوالو تل طالبانو ته په عاجزۍ لاس اوږد کړی ترڅو دا ډله د جګړې له ډګر او له تاوتریخوالي راوګرځوي او د جګړې پر ځای سولې ته ترجېح ورکړي. په دې ترڅ کې د طالبانو ځواب “نه” و. دغې ډلې په پرله پسې ډول له خبرو اترو او سیاسي حل لارې ته له رسېدو ډډه کړې ده. طالبان له ندي توانیدلي چې له خپلو ناراضه قوماندانانو سره خبرې وکړي او هغوی قانع کړي. په داسې یوه حالت کې چې طالبان ځانونه د میدان ګټونکي او برلاسي ګڼي او په خپل سیاسي کار کې د تعامل، انعطاف او تطابق کومه نښه نه لري، پوښتنه دا ده چې له چا سره باید خبرې وشي او څنګه وشي؟
د سولې د خبرو له ناکامېدو ۱۴ میاشتې وروسته د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په اړه د ځواکمنو هېوادونو او افغان سیاستوالو اوازونه اورېدل کېږي. امریکایان هڅه کوي چې سیاسي حل ته د رسېدو لپاره بین الافغاني خبرې بیا پیل کړي. داسې ښکاري چې افغان سیاستوال چې ډېری یې په ایران، ترکیه او د سیمې په نورو هېوادونو کې مېشت دي، هم له دغه دریځ سره موافق دي. دوی بی وسه دي او د افغانستان د اوسنيو واکمنانو په توګه یې د طالبانو ته لمن نیولی ترڅو د خبرو اترو پروسی ته راوګرځي او سوله وکړي. ستونزه دا ده چې دواړه خواوې سولې ته د سیاسي- پوځي حالاتو ته په کتو سره چلند کوي. لدي نظره طالبان په ښه پوځي – سیاسي دریځ کې موقعیت لري. همدا لامل دی چې دا ډله تر ټولو لوړ، غوره او پر خپل ځان باوري او ځان په حقه بولي، او افغان سیاستوال یې په بې وسه او عاجزانه دریځ کې راوستي دي.
په واقعیت کې د دوی تر منځ نه پخوا او نه هم اوس د واک انډول موجود و او دا د سولې هوکړې ته د رسېدو او یا هم د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په وړاندې له سترو خنډونو څخه دی. طالبان خپل ځانونه تر ټولو ځواکمن قوت ګڼي او د افغانستان په راتلونکي کې له ځانه پرته بل څوک نه اغېزمن او نه د منلو وړ ګڼي. په دې ډول، او له دې نظره رښتینې سوله نه شي راتلای. طالبانو په تهران کې د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره دوه ځلې خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې تسلیم شي. دې ډلې مسعود د جګړې د یوه اړخ په توګه نه دی منلی، ترڅو له هغه سره اغېزمنې خبرې اترې وکړي.
له همدې امله سولې ته د رسیدو او یا لږ تر لږه د بین الافغاني مذاکراتو د بامعنی پیل لپاره باید څو بنسټیز کارونه ترسره شي. دا موارد د پام وړ دي ځکه چې له دوی پرته به طالبان په غوره موقف کې پاتې شي او سولې او خبرو ته به غاړه کې نږدي. د سیاسي ډګر حقیقت هم همداسې دی. له یو څو سیاستوالو سره چې د خلکو په منځ کې پراخ نفوذ نه لري او له وېرې یې په ټولنیزو شبکو کې خپل “نظر” هم نشي څرګندولی، ولې ورسره خبرې وکړي او د څه لپاره امتیاز ورکړي؟ په هرصورت، حقیقت همدا دی. سیاسي مشران په پرمختللو هیوادونو کې خپلو مجللو کورونو او لوکسو ویلو کې پراته دي او له طالبانو څخه به عاجزی او بی وسی کې د خبرو اترو غوښتنه کوي – دا غوښتنه د هغه ډلې څخه کېږي چې د تاوتریخوالي او زور له منطق پرته په بل څه نه پوهیږي – ترڅو سولې ته ورسیږي. داسې ښکاري چې دا طریقه او دا منطق یوې بنسټیزې سولې ته د رسېدو لپاره چې د جګړې تخم له منځه یوسي، ګټوره نه ده.
د بی وسۍ له سیاسته تېرېدل
د سولې د خبرو د بیا پیلولو لومړۍ لاره د بی وسی سیاست بدلول دي. که د سیمې او نړۍ سیاستوال، روڼ اندي او هیوادونه وغواړي چې د جګړې لمنه ټوله کړي او د سولې راوستلو لپاره ریښتینې پریکړي وکړي، باید د پوځي برخې په ګډون له بیلابیلو لارو کار واخلي، ترڅو په طالبانو پوځي او سیاسي فشارونو څو برابره زیات کړي. په دې طریقې سره دا شونې ده چې د سولې د خبرو اترو پر لور په متحدې هڅې او سم فکر سره لاړ شو او له هغې څخه پایلې ترلاسه کړو. کله چې د افغانستان سیاستوال د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې سرګردان او په افغانستان کې یوه لویشت ځمکه هم په خپل اختیار کې نه لري او چلند یې هم د سوال کولو به څير وي، طالبان د کوم منطق پر بنسټ له دوی سره سوله وکړي؟ دا ډله به پرته له دې چې لدي سیاستوالو د تسلیمی غوښتنه وکړي او د ژوند او مالي مصونیت ژمنه ورسره وکړي، او په پای کې دوی ته اجازه ورکړي چې په هیواد کې ژوند وکړي، نور څه به ترلاسه نه کړي. د دې تر څنګ ځینې همدغه سیاستوال د خپلو شتمنیو، ځمکو او بلند منځلونو د ساتنې لپاره د طالبانو قومندانانو ته پیسې ورکوي. د طالبانو په دغه ډول چلند سره سولې ته رسېدل ستونزمن او حتی ناشوني دي.
تر څو چې د طالبانو مخالفین په نظامي او دیپلوماسۍ کې مساوي دریځ ته ونه رسېږي، د سولې ناسمې هڅې به مثبته پایله ونه لري، بلکې طالبان به لا پیاوړي کړي. سولې ته د رسېدو بله لاره د طالبانو پر وړاندې پوځي او وسله واله مبارزه ده. ډېری څېړونکي په دې باور دي، چې د کافي جغرافيې او پوځي ځواک له لرلو پرته د سولې هوکړې ته رسېدل ناشوني دي، تر ځو مقابل لوري له کړکېچ سره مخ نکړي. د افغانستان سیاسي مشران او د طالبانو مخالفین نه شي کولای چې له پوځي ډګر پرته د خبرو اترو له مېز څخه یوې داسې “ګټې” یا لاسته راوړنې ته ورسیږي چې دواړو لورو ته د منلو وړ وي.
دا یو دود دی چې د سولې په ټولو تړونونو کې شتون لري. د بي وسۍ سیاست او تشو لاسونو سیاسي مشران په یوه تنګه دائره کې راګیر کړي او د دوی د زړورتیا او د غوښتنو د وړاندې کولو اساس یې ترې خیستی. له همدې امله اړینه ده چې د طالبانو مخالفان له ټولو اړخونو، نظریو او ایډیالوژیو څخه په ګټه اخیستو د سوال کولو سیاست څخه تیر شي، د مبارزې په ډګر کې د فشار او واک اختیارونو ته پام وکړي او خپلې غوښتنې سره متحدی کړي. دوی کولی شي د طالبانو درواغجن غرور مات کړي، ترڅو ګټورې، اغېزمنې او کارنده خبرو اترو ته زمینه برابره کړي. په تش لاس د سولې د راوستو خیال، د یوې اعلامیې په خپرولو او د سیمې له هېوادونو په عاجزۍ غوښتني، خام کار دی او مثبته پایله نه لري.