د دایکندي د میرامور او شهرستان ولسوالیو اوسېدونکي د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ چې له هېواده بهر افغان کډوالو له خوا مدیریت کېږی، د روان کال په اوږدو کې د دوو ښوونځیو ودانۍ جوړوي. دغه دوې ودانۍ د میرامور ولسوالۍ په «اسپوک» او د شهرستان ولسوالۍ په «غاسور» کلي کې جوړېږي.
د شهرستان غاسور د نجونو لېسه کابو ۴۰۰ زده کوونکې لري، تر اوسه کومه ودانۍ نه ده ورته جوړه شوې. د غاسور اوسېدونکي وایي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې ډېره هڅه کړې، تر څو د دغو ښوونځیو ودانول د دولت په رغنیزو پروژو شامل شي؛ خو په مخکیني دولت کې د هغوی هڅو کومه پایله نه ده لرلې.
د سیمې یو مشر حاجي علي جان وایي، چې غاسور لېسه کابو ۴۰۰ زده کوونکې لري، چې د مخکیني حکومت پر مهال یې له ډېرو هڅو سره سره د دولت له خوا ودانۍ ونه رغول شوه. هغه وویل، چې د نجونو دغې لېسې ودانۍ ځای په مخکیني دولت کې ډیزاین او منظور شو؛ خو په سیاسي لاملونو ونه رغول شوه.
حاجي علي جان زیاته کړه، چې د مخکیني دولت په سقوط او د طالبانو په راتګ سره، هغوی د دولت له خوا د دې ښوونځي د ودانۍ رغولو په اړه ناهیلي شوي دي، له همدې امله د غاسور اوسېدونکو د څلورو کلیو شورا پرېکړه کړې چې د ښوونځي ودانۍ د خلکو په لګښت او د مرستندویه کسانو او سازمانونو په مرستې ورغوي.
د علي جان په وینا، د غاسور د نجونو لېسې ودانۍ د شهرستان په غاسور کې ده، چې روان کال کې د لسو درسي ټولګیو په لرلو سره جوړېږي.
میرامور ولسوالۍ کې د اسپوک لومړنۍ دورې ښوونځی پنځه کاله مخکې د پوهنې وزارت له خوا منظور شوی، خو د ودانۍ او روزنیزو امکاناتو په برخه کې یې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
د دغه ښوونځي زده کوونکې په داسې حال کې چې تر سره لمر لاندې زده کړه کوي، د کتابونو له کمښت سره هم مخ دي. اوس د سیمې خلکو د یوه خیریه بنسټ په مرسته چې له هېواد بهر افغان کډوالو له خوا تمویلېږي، په پام کې لري، چې د روان کال په اوږدو کې د دغه ښوونځي ودانۍ په بنسټیزه توګه ورغوي.
د «تعاون سبز» سازمان چې له هېواده بهر افغانانو له خوا سمبالېږي او په فرهنګي او د ښوونې او روزنې د پرمختګ په برخه کې فعالیت لري، د دغه ښوونځي د رغولو د لګښت لویه برخه یې پر غاړه اخیستې ده.
د دغه سازمان غړی خادم فیاض وایي، چې د دغو ښوونځیو د زده کوونکو انځورونه یې لیدلي چې تر سوزنده لمر لاندې له کومې سرپناه پرته د علم او پوهې په ترلاسه کولو بوخت دي، د سازمان له نورو غړو سره یې پرېکړه کړې، چې د دغه ښوونځي ودانۍ ورغوي.
ښاغلی فیاض زیاتوي: «دغه ودانۍ په یوه پوړ کې له شپږو خونو او یوه سالون سره د یو میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت په معیاري توګه رغول کېږي، چې د سرپناه له نظره د دغو زده کوونکو اړتیا پوره کوي.»
د دایکندي د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې ۴۴۲ فعال دولتي ښوونځي موجود دي، چې نیمایي یې ودانۍ نه لري.
اخوا، دایکندي کې د طالبانو د پوهنې رییس رحمت الله مدثر وایي، چې د عمومي زده کړو کابو ۲۱۱ ښوونځي، ۱۰ د ښاري پوهنې آمریتونه، ۹ دیني مدرسې او ۱۰ د ښوونکو د روزنې ملاتړي مرکزونه په دې ولایت کې ودانۍ نه لري. په دې لړ کې هغه زیاتوي، چې اوسمهال دا ریاست د بودیجې د نه لرلو له امله، هېڅ ډول پراختیایي پروژه نه لري.
دایکندي کې د طالبانو د پوهنې د رییس په وینا، په دغه ولایت کې په ۴۲۲ ښوونځیو کې ۱۶۴ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې کابو ۴۸ سلنه یې نجونې دي.
د هغه په وینا، د یو میلیون کتابونو کموالی یوه بله ننګونه ده، چې د ښوونځیو د ودانیو پر نه شتون سربېره، د دایکندي ۱۶۴ زره زده کوونکي په روان کال کې ورسره مخ دي.
د ویلو ده چې دایکندي یو وروسته پاتې ولایت دی، چې اوسېدونکو یې د مخکیني حکومت پر مهال له همدې امله اعتراضي غونډې کړې؛ خو کومه پایله یې نه ده لرلې.