۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچیني وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په پاېله کې دوه طالبان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې دا پېښه سهشنبه د کب پر ۲۲مه د کابل – کندهار لویې لارې به اوږدو کې د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند کوتل روضه سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو رنجر له یو بار وړونکي موټر سره وجنګېد.
د دې پېښې د ټکر څرنګوالی روښانه نه دی؛ خو په وروستیو ورځو کې ډېری ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له کبله رامنځته شوې دي.
پرون د جلالاباد د اتمي ناحیې په اړوند سیمه کې هم د یوې ترافیکي پېښې له کبله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی و.