۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې دوه میلیونه ډوزه «جانسن او جانسن» واکسین د امریکا، اتریش او ایټالیا د بشردوستانه مرستو په بهیر کې کابل ته رارسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق نن پنجشنبه د مرغومي پر دویمه په یو لړ ټوېټونو کې کابل ته د کوویډ – ۱۹ واکسین د رارسېدو خبره کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ – ۱۹ د نوې اومیکرون بڼې د خپرېدا خبرداری وکړی او له لوېديځو هېوادونو يې غوښتي، چې د کریسمس جشن ځینې نمانځنې جوړې نه کړي.
په ورته وخت کې د طالبانو په لاس د افغانستان تر سقوط وروسته په هېواد د کوویډ – ۱۹ د درملنې اکثره مرکزونه تړل شوي او روغتیايي کارکوونکو يې له میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی.