۸صبح، کندز: کندز کې ځايي سرچیني وايي، چې نامالومه وسلهوالو د پخواني حکومت یو سیمهییز پولیس حبیبالله ایماق په بېرحمانه توګه وژلی دی.
د حبیبالله خپلوانو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې نوموړی اته ورځې وړاندې ترې تم و او له ډېرو لټولو وروسته یې نن مړی د کندز حوزوي روغتون کې پېدا کړی دی.
د حبیبالله د خپلوانو په خبره، جسد کې یې د ربړونې نښې وې او داسې ښکارېدل، چې نوموړي له ډېرو وهلو ټکولو وروسته ساه ورکړې وي.
د نوموړي مړی د سهشنبې پر ورځ د لیندۍ پر شپاړسمه پېدا شو.
ځايي طالب چارواکو تراوسه د دې پېښې په تړاو څه ویلي نه دي.
د بښنې نړیوال سازمان د پخوانیو پوځیانو د وژلو او تري تم کېدو پړه پر طالبانو اچوي.
طالبان وايي، ټولبښنه نافذ ده او هېڅوک حق نه لري، چې له دې څخه سرغړونه وکړي.