د امریکا د کانګرس له منځمهاله ټاکنو څه کم یوه اونۍ مخکې د دغه هېواد ولسمشر خبرداری ورکړ، چې د امریکا د ډیموکراسۍ دودونه له خطر سره مخامخ دي.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبه شپه د نومبر پر دويمه نېټه په یوه ټلویزیوني وینا کې هغه جمهوري غوښتونکي چې د دغه هېواد د ټاکنو د پایلو له منلو ډډه کوي «غیر امریکایي» بللي او غندلي دي.
ښاغلي بایډن په ۲۰۲۱ کې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د لاریون کوونکو د برید په اړه وویل: «رایه ورکوونکي له دې پوښتنې سره مخ دي، چې ایا د دوی رایې به ډیموکراسي وساتي یا به دوي له خطر سره مخ کړي.»
د امریکا ولسمشر د جمهوري غوښتونکو د هغو تاکتیکونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې د ټاکنو له څارنې څخه د رایې ورکوونکو د ویرولو لپاره یې کاروي.
جوبايډن په خپله وينا کې د بېلګې په توګه د دغه هېواد پر کانګرس د بريد تر پېښې مخکې د ډونالډ ټرمپ هغو هڅو ته اشاره وکړه، چې د ګرجستان د بهرنيو چارو پر وزير يې فشار راووړ چې د ټاکنو د پايلو د بدلولو لپاره پوره رايې ومومي.
د جمهوري غوښتونکو له خوا په دغه هېواد کې د ډیموکراسۍ دودونو ته د خطر زنګ وهلو په تړاو د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې ټاکل شوې یوه اونۍ وروسته به امریکایان په ټاکنو کې برخه واخلي او د کانګرس غړي به ټاکي.