۸صبح، کابل: ازبکستاني کارپوهان وایي چې افغانستان ته د چورلکو بېرته ستنول د طالبانو لپاره «ستونزمنه پرېکړه» ده او کېدای شي دغه هېواد له نړیوالو قدرتونو سره مخ کړي.
د مانو څېړنو د نوښتونو مرکز مدیر، بختیار ارګاشف د جمعې په ورځ، د مرغومي په ۲۴مه تاشکند ټایمز ته وویل چې ازبکستان نشي کولای د طالبانو ته د چورلکو بېرته ستنولو ستونزو له جنجال پرته اواره کړي، ځکه دغه چورلکې کولای شي د نامالومه موخو لپاره وکارول شي.
ارګاشف زیاته کړه: «زه باور لرم چې الوتکې او چورلکې دومره ارزښت نلري چې ازبکستان (د هغه له امله) اوس له هغه نړیوالو قدرتونو سره مخامخ شي چې نه غواړي طالبان دغه الوتکو ته لاسرسی ومومي.»
اخوا دغه ازبک کارپوه ویلي چې د نړیوالو قانونونو له مخې، طالبان د چورلکو د بېرته ستنولو لپاره پوره قانوني معیارونه نلري.
هغه زیاته کړه چې د شته معیارونو پر بنسټ، پوځي وسایل چې د جګړې پرمهال درېیم هېواد ته لېږدول شوي وي، باید وسلې ترې واخیستل شی او د درېیم هېواد په واک کې پاتې شي.
په دې لړ کې د مانو څېړنو د نوښتونو مرکز مدیر څرګنده کړه چې دا موضوع پېچلې ده او اوسمهال داسې حل لاره چې د ټولو اړخونو لپاره مناسبه وي، نه شته.
هغه جوته کړه چې که دغه چورلکې له خبرو اترو وروسته طالبانو ته تسلیم شي، کېدای شي د نړۍ واکونه لکه امریکا، روسیه او چین، د ازبکستان دغه کار غلط وبولي.
د نوموړي په وینا، د همدې لاملونو له مخې، طالبانو ته د چورلکو تسلیمول به ددغه هېواد لپاره ډېرې ناوړې پایلي ولري.
له بلې خوا، دغه کارپوه ویلي چې که دغه چورلکې افغانستان ته بېرته ونه ګرځول شي، د طالبانو له چارسمبالي حکومت سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې چې روانې دي، له جدي ستونزو سره مخ شي.
هغه خبرداری ورکړی چې په دې صورت کې به، د لېږد رالېږد ټولې اړینې بروژې، له دې جملې د مزارشریف ـ کابل ـ پېښور د ریل پټلۍ پروژه او د پلخمري ـ سرخان د برېښنا د لېږد لیکې پروژه وځنډول شي.
دغه ټولو ټکو ته په پام، ددغه څېړنیز مرکز مدیر وایي چې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د مشروعیت پېژندلو ته په تمه کېدل یوازینۍ لاره ده چې د دواړو هېوادونو په ګټه ده.
تر دې مخکې، د طالبانو د چارسمبالي حکومت د دفاع وزیز، ملا یعقوب مجاهد، د هغه پوځي چورلکو د بېرته ستنېدو غوښتنه وکړه چې د زېږدیز کال په اګست میاشت کې د نظام له سقوط سره ازبکستان او تاجکستان ته لېږدول شوې وې.
هغه خبرداری ورکړی و چې پرته له دې به، هغوی تر خپله وسه همداشان کړنو ته لمن ووهي.