ماته د انسان د ژوند طبیعي برخه ده او ټول ورسره مخ کېږي، هم افراد او هم ډلې او ملتونه. ماته د پېغور وړ نه ده، په ځانګړې توګه کله چې مقابل لوری وینه تویوونکی او وحشي دښمن وي چې هېڅ اصول او ضوابط په رسمیت نه پېژني. هغه څه چې د پيغور وړ دي دا دي چې له ماتو او پرلپسې لوېدنو درس وانخیستل شي. ته به وایې افغانستان په دې برخه کې هم د پاسپورټ د بې اعتبارۍ، د مخدره موادو د تولید او یو شمېر نورو ښکاره عیبونو په څېر د لړلیک په سر کې دی. داسې لکه موږ چې باید څو ځلې له یوې سوړې وچیچل شو او هېڅ درس ترې وانخلو او له تکرارولو یې هم ډډه ونه کړو.
هغه څه چې د افغانستان د ماتې لامل شول، یوازې طالبان او د هغوی پاکستاني باداران نه وو؛ کورنیو عواملو هم پر خپل ځای دا بهیر ګړندی کړ او ماتې ته یې تر بل هر وخت زمینه برابره کړه. د بن له کنفرانس وروسته چې د هېواد د بیارغونې او د نوي افغانستان د جوړېدو لپاره بې ساری فرصت برابر شوی و، ونه پوهېدو چې د سړې جګړې له امله د رامنځته شویو ایډیالوژیو وخت تېر شوی او په هغو پورې نښلېدل هېڅ ګټه نه لري. موږ ونه پوهېدو چې د نړۍوالتوب په پېر کې د قومي شخړو د اور په بلولو سره کوم ځای ته نه شو رسېدلای. موږ دا درک نه کړه چې ټاکل شوې نه ده، نړۍ تر پایه زموږ تر څنګ پاتې شي او زموږ لپاره ځاني او مالي لګښتونه وکړي. موږ په دې ونه پوهېدو چې د مډرنې حکومتولۍ لپاره باید جوړښتونه پیاوړي کړو، نه افراد او د واک وېشل شوي او له یو بل سره دښمن ټاپوګان. زموږ پام نه وو، چې له یوه کارنده ښوونیز سیسټم پرته به ونه شو کړای چې یو داسې سرلوړی او بریالی نسل وروزو چې دا ماته کښتۍ له طوفانونو تېره کړي. زموږ هېڅ پام نه وو چې د قومي رهبرانو پر ځای انساني رهبرانو ته اړتیا لرو، د ولس د لویو ارمانونو تعقیبولو ته اړتیا لرو، نه د شخصي او کورنیو موخو لپاره توکمیزو داعیو ته. موږ دې شعور ته ونه رسېدو چې په یوه ټولنه کې د دیني مدرسو ناسنجول شوی زیاتوالی د ناورین او وروسته پاتې والي په مانا دی. موږ دا درک نه کړه، چې فساد که په حکومت کې وي، که په مدني بنسټونو کې وي او که په جهادي ډلو کې، ټول فساد او په یو اندازه د تباهۍ سرچینه ده. موږ پر دې نه پوهېدو چې د بیان ازادي یو داسې مسؤلیت دی چې باید په رغنده توګه وکارول شي، نه په تخریبي توګه چې درزونه او اختلافونه زیات کړي. موږ دومره عقل نه درلود چې په خپل ځان کې دننه طالب تصفیه کړو څو د باندني طالب له شره ځان وژغورو. موږ ډېرې تېروتنې وکړې او پایله مو یې هم په خپل ټول وجود وڅکله.
اوس چې هر څه له لاسه وتلي دي، تر ټولو اسانه کار چې کولای یې شو، دا دی چې سر خپل ګرېوان ته ټيټ کړو او پر خپلو تېروتنو پوه شو. اوس د دې وخت دی چې د نورو د ګرمولو او دغه او هغه ته د ښکنځلو پر ځای وګورو چې موږ هر یوه په هغه څه کې څه چې پېښ شول څه رول درلود. له شک پرته چې د هر چا ملامتي په یوې اندازې نه ده، او د هر چا چې صلاحیت یې زیات و، ګنا یې هم زیاته ده. هر کله چې له مسوولیت نه د تېښتې پر ځای مسوولیت ومنل شي، د یوه ملت په تاریخ کې به نوې پاڼه راواړول شي. که له تېرو تېروتنو درس واخلو، له حماقته ډکې دعوې به پرېږدو، له بې عملۍ سره به مخه ښه وکړو، اختلاف به پر اتحاد بدل کړو او د ستر بدلون لپاره به لاره پرانیزو او هله به بیا طالب یا د نوي واقعیت منلو ته غاړه ږدي او یا به د پوهو او یو موټو خلکو پر وړاندې له پښو وغورځېږي او د دې خاورې په هر ګوټ کې به د ازادۍ او خپلواکۍ زنګ ووهل شي. د طالبانو د بدلېدو نتظار مه کوئ، راځئ چې بدلون له ځانه پیل کړو.