د افغاني ټولنې یوه لویه برخه له ښځو جوړه ده. ښځه یو نازک او پیاوړی انسان دی چې شتون یې د پرمختللو هېوادونو په پراختیا او پرمختګ کې ژوره اغېزه لري چې بیلګې یې موږ په لوېدیځو او اسلامي هېوادونو کې وینو. د اسلام له نظره ښځې له نارینه وو سره مساوي حیثیت لري. اسلام د ښځو ضد هر ډول تعصب، افراطیت او بدویت خلاف دی.
د طالبانو افراطي ډله د پاکستاني توندلارو له خوا د يو شمېر وروسته پاتې ځوانانو له ديني او مذهبي احساساتو په ګټې اخیستو سره چې د اسلام له سپېڅلي دين او د امام ابوحنيفه له سپېڅلي مذهب څخه په استفادې ديني جنايتونه کوي، رامنځته شوه. طالبان د پاکستاني سخت دریځو له خوا چې د آی ایس آی تر مستقیم ملاتړ او د امریکا تر مدیریت لاندې، رامنځته شول.
د دې ډلې اصلي موخه نړۍ ته د اسلام سخت دريځې او بدې څېرې ښودل دي. بله موخه یې دا ده چې افغانستان بې ثباته وساتي تر څو بهرني هېوادونه په کې ښکېل شي. دا هدفونه د دې لپاره دي چې د اسلام دین د ترهګری په ډول معرفي کړي.
د هغو معلوماتو پر بنسټ چې ما د طالبانو د ښځو ضد چلند په اړه ترلاسه کړي دي، د دې ډلې غړي د کوم ځانګړي شخص یا اشخاصو لارښوونه نه ترلاسه کوي. ملا هبت الله، ملا عمر، دا ټول یوازې سمبولونه دي او د سینګار په ډول دي. د دې ډلې مشران د دریم ځواک څخه امرونه ترلاسه کوي؛ یو زبرځواک هیواد چې پاکستان یې هم د اجرا په برخه کې ښکیل دی. دغه درېیم واک چې د دغې ډلې عمومي قوماندان ګڼل کېږي، موخه یې دا ده چې اسلام نړۍ ته د طالبانو په لاس د ترویست دین په توګه معرفي کړي. په داسې حال کې چې د دغې ډلې ډېری مشران د دې پر ضد دي، خو د دې فرمان له منلو پرته بله چاره نه لري. د طالبانو تر ټولو بنسټیزه څانګه د حقاني ترهګره شبکه ده. د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني يادې ادارې ته يو له نږدې کسانو څخه شمیرل کېږي. په عین حال کې هغه د طالبانو د ډلې یو له خورا اغیزناکو او خطرناکو ستنو څخه بلل کېږي چې د دې ډلې نورې څانګې د ده او د هغه د ډلې په وړاندې نه شي درېدلی. له همدې امله، هبت الله مطلق پریکړه کونکی نه دی.
لکه څنګه چې ما وویل، دریم واک نه غواړي چې طالبان یو حکومت شي. د دې مرجع هدف دا دی چې د طالبانو په غیر انساني چلند سره اسلام ته د ترهګر په سترګه وکتل شي. دا کار کولای شي په نورو تروریستي جریانونو چې له طالبانو سره مشترک ایډیالوژیک رګ لري او د درېیمي مرجع د ظرفیت لوړولو په برخه کې اغیز لري. د طالب پروژه له منځه تلونکي ده، که چېرته په افغانستان کې د دریمې مرجع موخې په بشپړه توګه پوره شي. په هغه صورت کې به طالبان په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي. که د دې دریمې مرجع اهداف پوره نشي، د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته به دوه نور انتخابونه د افغانستان د خلکو لپاره یوه نوې ستونزه وي: یو، د طالبانو تروریستي غورځنګ له نوی شکل سره؛ دویم، د دې ډلې پر ځای د یو ډیر تاوتریخجن او بد تر ترهګر بدیل موندل دي.