سپین او تور؛ اسرا خپلې هیلې د طالب تر تیغ لاندې لیکي
اسرا بهره

زه یوولس کلنه نجلۍ یم. زه تر شپږم ټولګي پورې په خپل ښوونځي کې لومړۍ نمره زدهکوونکی وم او ما پریکړه کړې وه، چې تر دولسم ټولګي پورې لومړۍ نمره پاتې شم. ما غوښتل چې زدهکړې وکړم او هڅه وکړم چې په راتلونکي کې سیاستواله شم او خپل هیواد ته خدمت وکړم؛ خو طالبانو ښوونځي وتړل. زه خپل هدف ته په رسیدو کې پاتې راغلم. د دې منل چې زه نور خپلو موخو ته نه شم رسېدلای، ډېره ستونزمنه ده.
موږ کوچنۍ نجونې خو د لوړې وړتیا او د لویو موخو په لرلو سره مو فکر کاوه چې تر پایه به زدهکړي وکړو، خو داسې ونه شول. کله چې مې د ښوونځي د تړلو خبر واورېد، نور مې په ژوند کې کوم هدفونه په یاد پاتي نه شول. زه په دې فکر کې شوم چې که زه زدهکړې ونهکړم، ایا زه خپل ژوند ته دوام ورکولای شم؟ زه هیواد ته خدمت کولای شم؟ زه څنګه ازاده پاتې شم؟ زه څنګه کولای شم یوه سیاستواله شم؟
دا زه یم چې د ټولو افغان نجونو له زړونو خبره یم. زه یوه نجلۍ یم او زه ویاړم چې نجلۍ یم. زدهکړه د هرې نجلۍ حق دی. که علم نه وي، زموږ فکر د شپې په څیر تیاره وي. نړۍ ښکلا نه لري. علم زموږ د ټولنې د ویاړ لامل کېږي.
هغه څوک چې علم زده کوي او علم ته درناوی کوي تل بریالی وي. خو زموږ په ټولنه کې خبره برعکس ده. طالبان په دې ټولنه کې علم ته ارزښت نه ورکوي. طالبان موږ نجونو ته ارزښت نه راکوي. ولې؟ زه یوه کوچنۍ نجلۍ یم او له طالبانو دا پوښتنې کوم: ولې نجونې او ښځې له پامه غورځوی؟ زموږ ګناه څه ده؟ موږ هم انسانان یو او حق لرو چې علم زده کړو، موږ حق لرو چې راتلونکې ولرو او حق لرو چې هدف ولرو. هغه فکرونه پریږدئ چې د علم ضد او د نجلۍ ضد وي.
راځئ هڅه وکړو چې نړۍ په علم سره نوره ښکلې کړو. زموږ وطن په علم او نجونو ښکلی کیږي. راځئ چې علم د ځان لپاره زدهکړو، د خپلې کورنۍ لپاره، د خپل هیواد لپاره دا ځکه چې علم خدای فرض کړی دی. په ټوله نړۍ کې دې علم قدردان وي!