اسلام، ښځې او د طالب په نوم وېروونکی خوب

هدیه عارفي

زه د اتیایمې لسیزې نجلۍ یم چې په افغانستان کې یې د ډېموکراسۍ شل کلنې لاسته راوړنې تجربه کړې. د هغه وخت د خلکو هوساینه ښه نه وه، خو بده هم نه وه. هغه نظام ډېرې ګټې درلودې. د بیان ازادي، د ښځو ازادي، په اردو او رسنیو کې د کار کولو حق، اداري سیسټم او د زده کړې حق، ارزاني، د پاسپورټ تر لاسه کول، د بازار ثبات او د تفریح حق، د سفر او سپورت کولو حق او داسې نور په هېواد کې موجود وو؛ خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، د هېواد ټولنیز وضعیت منځنیو پېړیو ته ورستون شو. طالبانو یوازې دا شعارونه ورکول چې خلکو ته یې امنیت راوستی، خو لومړی باید پوښتنه وکړو چې امنیت څه شی دی؟

امنیت په دې مانا نه دی چې طالبان او داعش مو سر نه غوڅوي. امنیت دا نه دی چې تاسو په نیمه شپه کې بمباري کېږی نه. یعني دا جګړه نه ده. ناامني په دې مانا ده چې د ډالرو نرخ نن او سبا معلوم نه دی، ناامني په دې مانا چې نه پوهېږئ سبا به کار کوئ او که نه، ناامني په دې مانا ده چې له هغه خوراکه وېرېږئ چې وخورئ داسې نه وي چې جعلي وي، ناامني پدې مانا چې تاسو خپل موټر او دروازې ته تر سهار پورې لس ځله لاړ او راشئ ترڅو یې څوک درنه غلا نکړي، ناامني په دې مانا ده چې سفر ته نه شئ تللای ځکه چې نه غواړئ سپما مو ختمه شي، ناامني په دې مانا ده چې د هرې خوشحالی او ماتم په مراسمو کې د سټرس سره مخ شی، ناامني په دې مانا ده چې د اختر په ورځو کې هم د سټریس سره لاس او ګریوان یې او ناامني په دې مانا ده چې د یو څه لیکلو توان و نه لرئ، یا نشي کولی هغه عکس چې تاسو یې غواړئ په خپل پروفایل کې واچوئ او داسي نور. .. خو نن ورځ ناامني د زده کړو د حق نه لرلو په مانا ده؛ د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو لخوا لګول شوي نوي محدودیتونه  په یوه سیاسي او تاریخي بحث بدل شوي دي.

د ښځو مقام او حقوق آن اسلام هم د نارینه وو په پرتله لږ تعریف کړي دي. دا کافي نه وه چې طالبان دې په خپل مجهول، مبهم او تحریف شوي ديني پوهه نوره ترس او ویره هم ورزیاته کړي. د مثال په توګه، دا چې تاسو یو مسلمان کس یاست، په ځانګړې توګه یوه مسلمانه ښځه، آن تاسو د قرآن قاري نشی جوړیدلای. د یوې مسلمانې ښځې غږ آن د اذان لپاره هم د منلو وړ نه دی! مسلمانه ښځه حق نه لري چې د لمانځه په صف کې له نارینه وو وړاندې ودرېږي. په بل عبارت، هغه نه د لمانځه اذان کولای شي او نه د لمانځه امامت. آن که هغه دین هم ولولي، نه به عالمه شي او نه به د تقلید سرچینه شي. که هغه دوکتورا هم ولري او يا يې کلونه په پوهنتون کې زده کړې کړې وي، خو که خاوند يې اجازه ورنه کړي، کار نه شي کولای. ولې؟ ځکه چې زموږ په ټولنه کې دا دوهم جنس دی او د هغې منع کول د خاوند شرعي او قانوني حق دی. خو نن ورځ دا حق د خاوند له لاسونو څخه د طالبانو لاسونو ته لیږدول شوی ترڅو معلومه کړي چې آیا ښځه د کار او زده کړې حق لري او که نه.

افغان مېرمنو په تېرو وختونو کې هم چندان ښه ژوند نه درلود او که غوښتل یې پاسپورټ ترلاسه کړي، د خاوند رضایت یې لومړۍ باید ترلاسه کړی وای. هغه باید چمتو وي چې خپل خاوند هرکله چې وغواړي راضي کړي. که هغې اطاعت ونه کړ، خاوند کولی شي ادعا وکړي چې ښځه یې نافرمانه ده او هغې ته طلاق ورکړي. ښځه نهه میاشتې حمل تیروي، نهه میاشتې د خپل ماشوم د زړه ضربان احساسوي، خو کله چې ماشوم پیدا شي، قانون وايي چې ماشوم د پلار حق دی او مور یې اصلي سرپرسته نه ده. آن که خاوند مړ شي، د ماشوم د سرپرستۍ حق د خسر دی، نه د مور.

په میراث کې هم د لور برخه د زوی نیمایي برخه ده. ولې؟ ځکه یوازې د دې لپاره چې هغه نجلۍ ده.

نو تاسي دقت کړی چي اسلامي قانون يوازي د ښځو د ژوند د تسلط په اړه ليکل شوی دی. خو بیا هم، موږ ښځو له ځانه هیڅ تاریخي پوښتنه نه ده کړې چې ولې آن د نارینه او ښځینه تر منځ په مذهب کې هم جنسیتي نابرابري په پام کې نیول شوې ده؛ ځکه چې موږ خپل ځانونه تر هغه څه پورې محدود کړي دي چې د اسلام په تعلیماتو کې د ښځو او نارینه وو د تعلیم حق ذکر شوی دی. موږ خوشحاله وو چې لږ ترلږه زده کړه کولی شو. خو طالبانو د ښځو د ژوند د لا محدودولو لپاره د اسلام آیتونه په وحشیانه، مجهول او ناسم ډول تفسیر  کړي دي؛ آن ښځو څخه یې د زده کړې او روزنې حق هم واخیست.

په دیني مدرسو کې مو لوستلي دي چې په محکمه کې د ښځې شاهدي د سړي د شاهدۍ نیمایي ارزښت لري او د طالبانو په اند ښځه ناقص العقل مخلوق دی، نو ځکه د هغې شهادت ته په هیڅ صورت هیڅ اهمیت نه لري. که چېري ښځې د کورني تاوتريخوالي له امله د طلاق غوښتنه وکړي، بايد محکمې ته د مېړه او مېرمنې د کورنۍ د ناوړه چلند او جګړو په اړه شواهد او شاهدان وړاندې کړي او بالاخره کله چې دغه مېرمنه قضيه وګټي، بیا هم بايد خپل مهر میړه ته وبخښې تر څو میړه طلاق ته راضي شي. خو که مېړه په شپه کې هم خپل فکر بدل کړي، کولای شي په اسانۍ سره خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي.

دا ستونزه په کلیو کې زیاته پیښه شوې ده. که مېړه خپله ښځه په بازار کې له بل سړي سره وویني، مخکې له دې چې د وضعیت په اړه پوه شي، قضاوت کوي او هغه قانون پلي کويي چې ورته یې اجازه ورکړې ده؛ یعني چې هغه ځان ته د خپلې میرمنې د وژلو حق ورکوي. خو که ښځه خپل مېړه له بلې ښځې سره وويني، د اعتراض حق نه لري؛ ځکه چې خاوند په شرعي او قانوني لحاظ د څلورو ښځو او نامحدود لښځو د لرلو حق لري. دا د دې لامل کېږي چې ښځې تل د هر ډول ظلم لاندې د نارینه وو چلند وزغمي.

دا یوازې د یوې د ښځو ضد ټولنې ځینې ستونزې دي. دا ستونزې د طالبانو له خوا پر افغانستان د واک له بیا پیلولو سره نه دي رامنځته شوې. که څه هم په تیر یو نیم کال کې، دا قضیې ډیرې شوي او تحریف یې زیات شوی دی. په افسانوي کيسو او فلمونو کې هيڅ بد او منفي کرکټر د طالبانو د چلند په اندازه بدمرغي او بد چلند نه دی ښودلې. د دوی کار د فلم کیسې لیکونکو او دستان لیکونکو له تصور څخه بهر دی.

طالبان فکر کوي چې له دې ټولو وینو تویولو او تبعیض وروسته به څومره دوام وکړي؟ تر کومه وخته به له دې ټولو ظلمونو سره په واک کې پاتې شي؟ څومره چې زه پوهېږم هغه دا دي چې د شپې تر ټولو تیاره شیبې د سهار څخه د مخه وي. دا د طبیعت قانون دی نو هغه ورځ راتلونکې ده.

ورته لیکنې

Back to top button