د ملي پيسو د ارزښت بایلل او د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر د بیې لوړېدل یوازې افغانستان نه؛ بلکې څو نورو هېوادونو هم تجربه کړي دي او اوس هم ځینې نور هېوادونه ورسره لاس و ګرېوان دي.
که څه هم په بحران کې ښکېل هېوادونه او هغه هېوادونه چې له اقتصادي اړخه له افلاس سره مخامخ شول، د بهرنیو اسعارو د بيې د لوړوالي لپاره يې پاموړ کار ونه کړای شو؛ خو ښايي د هغوی تجربې افغانستان ته ګټورې وي.
وینزویلا او ایران هغه هېوادونه دي، چې په وروستیو کلونو کې يې د امریکا د تحریمونو له کبله اقتصاد له پښو لوېدلی او د ملي پیسو ارزښت يې کم او اقتصاد يې له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
د وینزویلا او ایران تر څنګ ځینې نور هېوادونه هم د خپلو ملي پيسو د ارزښت د کموالي له بحران سره مخ دي. دمګړۍ ترکیه د ډالر د ارزښت له زیاتوالي او د خپلې ملي پیسې، «لیره» د ارزښت له بایللو سره لاس و ګرېوان ده.
د دغو هېوادنو تجربه چې د ملي پیسو ارزښت يې ټيټ او د بهرنیو اسعارو ارزښت پرې لوړی شوی دی، یوشان ده: د ډالرو د ارزښت له لوړېدو سره سم د مصرفي په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بيې څو برابره لوړې شوې دي.
د مصرفي توکو بیه په زنځيري توګه لوړې شوې ده؛ یعنې له سون او خوراکي توکو سره سم د نورو توکو بیې هم لوړېږي. د مثال په توګه، د ملي پيسو د ارزښت په کمېدو سره د کور، موټر، خوراکي او نورو توکو بیې زیاتې شوې دي. که څه هم د ایران او وینزویلا په پرتله د ترکیې وضعیت ډېر ښه دی.
وینزویلا د ملي پيسو د ارزښت د ټيټېدو تجربه لرلې ده. په وروستیو کلونو کې د دغه هېواد حکومت مجبور شو، چې په دوو بېلو پړاوونو کې د خپلې ملي پیسې «۱۲ صفره» کم کړي.
په دغه هېواد کې څو کاله مخکې مالي بحران داسې پړاو ته ورسېد، چې له اقتصادي څرخ څخه يې پیسې حذف شوې او خلکو په راکړه ورکړه کې اجناس تبادله کول. البته ولس د دغه بحران له کبله تر ټولو زیات زیانمنېده.
په ایران کې هم د امریکا تر شدیدو تحریمونو او د نفتو تر کم خرڅلاوه وروسته، د دغه هېواد د پیسو ارزښت ټيټ او د بهرنیو اسعارو او سروزرو پېرل زیات شول.
د ایران په بازار کې تر څو کلونو وړاندې هم هر امریکايي ډالر له څلور زره او ۵۰۰ تر پنځو زرو تومانو پورې تبادله کېده؛ خو د ایران ملي پیسو د ارزښت ټيټېدل او د ډالرو لوړېدل په دوامداره توګه روان و، تر هغې چې د یوه ډالر ارزښت له ۳۰ زره تومانو واوښت.
د ایران د ملي پيسو د ارزښت ټيټوالی د وینزویلا له تجربې سره یوشان ده. د ملي پيسو د ارزښت له ټيټېدو سره سم د اساسي توکو بيې لوړې شوې. په پایله کې د کورونو بيې هم اسمان ته وختلې.
په ایران کې مشهور مثال چې ګراني ورسره پرتله کوي، وايي، د موټر بیه «پراید» ده. پراید په ایران کې ارزانه کم کیفیته موټرې دي. ارزانوالی يې د دې سبب شو، چې زیات کسان د دغه موټر پېرلو ته زړه ښه کړي. نژدې ۱۰ کاله مخې په دغه هېواد کې د پراید موټر بیه له اووه تر نهو میلیونو تومانو وه؛ خو د نژدې ۲۰ برابره بيې زیاتوالي سره اوس دا موټر په ۱۸۰ میلیونه تومانو اخیستل کېږي.
د بیو له لوړوالي څخه پوهېدای شو، چې تحریم، د نفتو د خرڅلاو مخنیوی او په پایله کې د دغه هېواد د ملي پيسې د ارزښت ټيټېدل د ایران پر اقتصاد چې د سیمې یو پياوړی صنعتي او اقتصادي هېواد دی، توره ورځ راوستله.
د ډالر له بيې سره د ایران د حکومت د مقابلې کړنلاره کارنده نه وه او د نورو هېوادونو ناروغ او بحراني اقتصاد يې روغ نه کړ، يعنې بازار ته د بهرنیو اسعارو تزریق او د بهرنیو اسعارو له صرافانو سره امنیتي چلن.
په ایران کې د «اسعارو د بازار ورانکاري» اصطلاح زیاده کارېږي. کله چې د ډالرو ارزښت زیاتېږي، حکومت د ځینو کسانو په نیولو او امنیتي لاسوهنې سره د بازار د کنټرولو هڅه کوي؛ دا چاره تر دې دمه بې اغېزې ده.
تجربې دا ثابته کړې، چې د اسعارو د پېر و پلور مخنیوی، د صرافیو تړل او د اشخاصو نیول نه یوازې دا چې د ډالرو ارزښت په مهارولو کې کارنده چاره نه وه؛ بلکې بازار ته د اسعارو د تزریق سیسټم د مافیايي کېدو او د پراخ فساد لامل شوې هم ده.
په بل ورته مورد کې، ترکيې هم د ډالرو د ارزښت ثابتولو او د لیرې د ارزښت لوړولو بې ثمره هلې ځلې کړې دي. دا چاره د وینزویلا، ایران او نورو هېوادو په څېر د ملي پيسو د ارزښت د لوړېدو سبب نه شوه او د ډالرو بیه همداسې مخ په پورته روانه ده.
د اقتصادي کارپوهانو له نظره، د یوه هېواد د ملي پیسو د ارزښت کمښت یا زیاتوالی له سیاسي – اقتصادي او مالي، اقتصادي او سیاسي بدلونونو سره مستقیمه اړیکه لري. له لسهاوو نمونو څخه چې د ملي پیسو د ارزښت بایلل يې تجربه کړي، داسې هېوادونه هم شته، چې پیسې يې ثبات لري.
د ملي پيسو د ثبات یو مهم عامل اقتصادي پياوړتیا او کورني تولیدات دي. د مثال په توګه، د اسیا سویل لوېديځ هېوادونه لکه کوریا، جاپان او چین د پیاوړي اقتصاد او تولید له کبله، له کم مالي بحرانونو سره مخامخ شوي دي او په تېرو کلونو کې يې ملي پیسې هم تقریباً ثبات لرلی دی.
د فارس خلیج حوزې نفت لرونکي هېوادونه د نفت او ګازو د سرچینو له برکته د مالي ثبات لرونکو هېوادونو یوه بله نمونه ده. البته دغو هېوادونو د «نفت محور اقتصاد» تر څنګ، سیلانیانو او پانګوالو ته هم زمینه برابره کړې ده.
وینزویلا او ایران که څه هم دواړه هېوادونه د ګازو او نفتو لویې سرچینې لري؛ خو د امریکا تحریمونه او ناسم سیاستونه يې د سیاسي او اقتصادي انزوا سبب شول او د تېلو په خرڅلاو يې خپل ناروغ اقتصاد ونه شو رغولی.
که د نورو هېوادونو اقتصادي بحران لنډ وارزوو، له بحران سره مخامخ کم هېوادونه توانېدلي، چې د نړیوالو له همکارۍ او د نړیوالو له مالي مرستو پرته خپل اقتصادي بحران حل کړي.
څو کاله مخکې یونان له «لوی مالي بحران» سره مخ شو، له بحرانه د راوتلو مهم عامل يې د اروپايي اتحاديې د غړو هېوادونو مالي مرستې وې، داسې لاره چې په لنډ وخت کې د هېوادونو مالي بحران کنټرولولی شي.
په افغانستان کې څرګنده ده، چې د طالبانو سرپرست حکومت له بهرنیو مرستو پرته په تهدید، امنیتي فشار او د صرافیو په تړلو د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نه شي لوړولی.
د بهرنیو اسعارو د ارزښت د مهار لپاره نظامي او امنیتي لاس په کارېدن، هماغه بې ثمره لاره ده، چې وینزویلا او ایران پرې تللي. د دغې لارې پایله د ډالرو د ارزښت زیاتوالی او مافیايي کېدل و.
همداراز ښکارېږي، چې افغانستان به په راتلونکو ورځو، اوونیو او میاشتو کې د ډالرو د ارزښت او توکو د بیو له لوړوالي سره مخامخ او په بازارونو کې به وضعیت لا ترینګلی شي.
د اقتصادي چارو د کارپوهانو په نظر، د اسعارو د بیې د لوړېدو مخنیوي اساسي او لنډمهالې حللاره دا ده، چې بازار ته ډالر تزریق شي؛ خو د افغانستان اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو به طالبان پر دې کار برلاسي نه شي.
که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي او د افغانستان د سیاسي او اقتصادي وضعیت غوټه پرا نه نیستل شي، ډالر او توکي به لوړ شي، افغانۍ به خپل ارزښت وبایلي او د هېواد اقتصادي ستونزې به دوام ولري.