ناسم مدیریت؛ هغه ناورین چې د هېواد اقتصاد ګواښي

فدا حسین حسیني

د ملګروملتونو د بشردوستانه چارو د مشر مارتین ګریفیتس د وروستي راپور له مخې چې د ډسمبر په ۲۰ مه د دې سازمان سرمنشي ته وویل، د افغانستان ۹۷ سلنه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي او بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. د افغانستان دوه پر درېیمه برخه نفوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. په راپور کې راغلي: “۲۰ میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي”. د څښاک پاکو اوبو او روغتیایې سم سیستم ته نه لاسرسی د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په دې راپور کې اټکل شوی چې په هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره به په راتلونکي کال کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره “۴،۶ ملیارد ډالرو” ته اړتیا وي (۱).

د طالبانو له بیا حاکم کېدلو او د نړیوالو مرستو له ځنډېدو او د نړیوالې ټولنې له خوا د دغې ډلې په رسمیت د نه پېژندلو وروسته په افغانستان کې وضعیت لا کړکېچن شوی دی. د هیواد اقتصاد د سقوط په حال کې دی. نړیوال بندیزونه، د پانګې او بهرنیو پانګوالو وتل، امنیتي ننګونې، د اقلیم بدلون، د سم مدیریت نشتوالی، ټول سره یو ځای شوي او د هېواد حالات یې نازک کړي دي. په لاندې برخه کې به د هغو مهمو لاملونو په اړه بحث وکړو چې د اقتصادي بحران او د خوراکي توکو د نه خوندیتوب لامل شوي دي.

په بهرنیو مرستو بسیا اقتصاد

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د اقتصاد په پښو ودرېد او د نسبي ثبات یو لامل د بهرنیو مرستو ډېرېدل وو. دی مرستو د افغانستان د ناخالصو تولیداتو لویه برخه جوړوله. مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي، د افغانستان اقتصاد بې ثباته او پر بهرنیو مرستو متکي و. د نړیوال بانک د راپور له مخې، د اشرف غني په دوره کې د ناخالصو تولیداتو ۴۳ سلنه او شاوخوا ۷۵ سلنه عامه لګښتونه له بهرنیو مرستو تمویلیدل. له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدینو له وتلو او د طالبانو له خوا د دغه هېواد له سقوط وروسته د هېواد سیاسي وضعیت، امنیتي وضعیت او اقتصادي کړکېچ د اندېښنې وړ دی. طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو او د نړیوالو مرستو د ترلاسه کولو هڅې وکړې، خو بریالي نه شول. د دې ناکامۍ لامل د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو څخه سرغړونه او د یوه ټولګډونه حکومت په جوړولو کې پاتې راتلل دي. د دغو مواردو مراعت کول هېواد سره د نړیوالو همکاریو او مرستو د دوام یو له مهمو شرطونو څخه دي.

د بشري مرستو چور تالان

طالبان د بهرنیو مرستو په اختلاس تورن دي. په وروستیو میاشتو کې د نړیوالو بشردوستانه مرستو له راتګ سره سم له ټول افغانستان څخه د طالبانو او د دغې ډلې د جنګیالیو ترمنځ د اختلاس، خپلو طرفدارانو ته د مرستو وېش او د همدغه مرستو د لوټکولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د هغو راپورونو له مخې چې په وروستیو میاشتو او اونیو کې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلي دي، د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو لکه بامیان، فراه، بادغیس، سمنګان، لوګر کې طالبانو فساد کړی او نړیوالې مرستې یې لوټلي دي. د نړیوالو بشردوستانه مرستو د لوټلو ترڅنګ د غیر عادلانه ویش، د بې کفایتۍ او نه بې پری کېدل بله ستونزه او ننګونه ده.

د ناورین په توګه د موسمي بدلون شرایط

موسمي بدلون له هغو لاملونو څخه دی چې په افغانستان کې د خوراکي توکو کمښت او د اقتصادي او کرنیز وضعیت د خرابوالي لامل شوي دي. د چاپېریال د زیانمېدو د نړیوال شاخص له مخې، «افغانستان له لسو ډېرو زیان منونکو هېوادونو په منځ کې شپږم هېواد دی»(۲). لکه څرنګه چې د افغانستان د اقتصاد لویه برخه (شاوخوا ۶۰-۸۰٪) په سلکو کې په کرنه ولاړه ده، نو د موسمي بدلون د کرنې په سیستم ناوړه اغېزه کړې ده. د واورو او بارانونو کمښت، په سیندونو کې د اوبو کمښت، د سېلابونو او زلزلو زیاتوالی او طبیعي آفتونه د داخلي بې ځایه شویو د زیاتوالي لامل شوي؛ هغه ستونزه ده چې د خوړو د نه خوندیتوب، د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی، روغتیایی خدمتونو او ښوونې او روزنې ته لاسرسی نه کېږي.

په ښځو باندې محدودیتونه

د طالبانو بیا واکمنۍ وروسته د دې ډلې چلند له ښځو سره توپیر ندی کړی، بلکې د دې ډلې د ښځو ضد سیاستونو دوام د اندېښنې وړ دی. دغې ډلې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو له تړلو وروسته دا ځل د پوهنتونونو او ښوونېزو مرکزونو دروازې هم تړلې دي تر څو خپله بدرنګه څېره نوره هم وښيي. هغه کړنه چې نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي. په دې ډول ناپوهو کړنو سره دغه ډله د یوه واکمن او مشروع ځواک په توګه د رسمیت پېژندلو لاره بندوي. دا د نړیوالو بسپنه ورکوونکو هیوادونو سره اړیکه هم ستونزمنه کوي، ځکه چې تر ډیره دا هېوادونه د «بشري حقونو او ښځو حقونو» او «ټولګډونه حکومت» ته لومړیتوب ورکوي.

پایله

اقتصادي ناورین، د خوراکي توکو نه خوندیتوب، موسمي بدلون، د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې، د سیاسي او امنیتي ثبات نشتوالی او د طالبانو ناسم مدیریت افغانستان د ناورین پر لور روان کړی دی. د دغې ډلې له بیا واک ته رسېدو وروسته د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د افغانستان اقتصادي وضعیت کړکېچن شو. که ناسم مدیریت دوام وکړي، په راتلونکي کال کې د بشري ناورین احتمال شته. د مرستو لوټل، اداري فساد، ناامني او د اقلیم بدلون اقتصادي ناورین او د خوراکي توکو نه خوندیتوب زیات کړی دی. د دې ډلې غیر منطقي کړنې او پرېکړې د هغې بې کفایتۍ ښودنه کوي. د ښځو پر وړاندې د دې ډلې کړنې او پرېکړې د مرستندویه هېوادونو تعامل له ستونزو سره مخ کوي.

  • Under Secretary-General for Humanitarian Affairs and Emergency Relief Coordinator, Martin Griffiths Statement for the Security Council Briefing on the Humanitarian Situation in Afghanistan, 20 December 2022
  • GLOBAL CLIMATE RISK INDEX 2021 p

ورته لیکنې

Back to top button