د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پنځهپنځوسمه غونډه د سویس په جینوا کې جوړه شوې وه. د دغې غونډې د څلورمې ورځې اجنډا بیا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزولو لپاره ځانګړې وه. په دې غونډه کې د بشري وضعیت په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي خپل راپور وړاندې کړ. د نوموړي په راپور کې د طالبانو له خوا د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو د بشري حقونو پراخې او سمبالونکې سرغړونې منعکس شوې دي. د راپور په حواله، د ښځو پر وړاندې د طالبانو جنایات دې په نړیوالو محکمو کې تعقیب شي. له دغه راپور څخه د ښځو اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانو تود هرکلی کړی دی. هغوی دا راپور په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه هر اړخیز بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو غوښتنو او د دغه راپور سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي. په دې غونډه کې د امریکا، بښنې نړیوال سازمان او اروپايي ټولنې په ګډون ځينو نورو هېوادونو او بنسټونو هم په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت اندېښمنوونکی بللی او له طالبانو یې غوښتي چې په سملاسي ډول محدودونکې او سرغړونکې کړنې ودروي.
د بشري وضعیت په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنټ د دغه سازمان د بشري حقونو شورا پنځهپنځوسمې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ. نوموړي په دې راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په سمبالونکي ډول د ښځو حقونو څخه د سرغړونو له کبله دې د طالبانو پر وړاندې د لاهې په نړیوالې محکمې کې قضیه پرانېزي.
د بشري وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي: «د ښځو پر وړاندې د هر ډول دوه ګوني چلن د له منځه وړلو کنوانسیون غړي هېوادونه واک لري چې د دغه کنوانسیون د نه په پام کې نیولو له کبله د لاهې په محکمې کې د طالبانو پر وړاندې قضیه پرانېزي. زه غړي هېوادونه هڅوم، څو د بشري حقونو د سرغړونو ننګولو لپاره دې قانوني لارې ته پام وکړي.»
ښاغلي بېنټ زیاته کړې: «ښځې او نجونې له ټولییز ژوندانه څنډې ته کېږي، سولهییز مخالفتونه نه زغمل کېږي، پر ټولنې د کنټرول لپاره تاوتریخوالی او ګواښ کارول کېږي. د طالبانو له خوا په عام محضر کې اعدامونه او بدني سزاوې [روانې دي] او د رژیم د مخالفانو ناقانونې وژنې، ورکېدنې او ربړونې په اړه کره راپورونه شته چې د دوه ګوني چلن او ګوښه کېدو سره مخ دي، لکه د هزارهګانو په څېر څنډې ته کړای شوې ټولنې.»
د بشري وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې: «د افغانستان اوسنیو واکمنانو [طالبانو] داسې یو سیسټم رامنځته کړی چې له ښځو او نجونو سره تبعیض، د هغوی جلا والی، جبر او اخراج پکې بنسټیز شوی دی. زه خپل مخکینی تحلیل تکراروم چې د جنسیت پر بنسټ ځورول روان دي چې د روم د بنسټلیک له مخې د بشريت پر ضد جنایت ګڼل شوی دی. زه غواړم لږ مخکې لاړ شم او ووایم چې ممکنه ده دا وضعیت د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژندل شي.»
ښاغلی بېنټ وايي چې افغانان پرلپسې ورسره اړیکه نیسي او له طالبانو سره د نړۍ اړیکو د نه عادي کېدو غوښتنه کوي.
د بېنټ په راپور کې ټينګار شوی چې طالبانو د عمومي عفوې فرمان پلي کېدو ته هم ژمن نه دي او په لوبغالو کې یې د تورنو اعدام او درو وهلو ته دوام ورکړی دی. نوموړي د طالبانو دا ډول کړنې د نړیوالو قوانینو او نړیوالو میثاقونو کې د افغانستان د ژمنو خلاف بللې دي.
د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي ټینګار کړی چې طالبان هېڅ ډول مخالفت نه مني او په خبره یې، هر هغه څوک چې د مخالفت غږ پورته کړي، په خپلسري ډول توقیف او ربړول کېږي. دغه راز نوموړي زیاته کړې چې طالبانو هغه ته په تېر اکتوبر کې افغانستان ته د سفر ورکړې نه ده او له همدې کبله یې افغانستان ته د سفر غوښتنه ځنډېدلې ده.
د بېنټ په راپور کې راغلي: «د افغانستان په راتلونکې کې باید د جنسیت او ټولو ژبنیو، توکمیزو، مذهبي او نورو اقلیتونو په شمول د ټولو خلکو د بشري حقونو بشپړ، مساوي او معنی لرونکی ګډون او درناوی وي. په ځانګړې توګه، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره ناوړه چلن بېساری دی.»
د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د بشري حقونو شورا په غونډه کې له ویناوالو غوښتنه کړې: «په ګډه د افغانانو بشري حقونو په څنک کې ودرېږئ. افغانان د یو داسې افغانستان په لاره کې چې د بشري حقونو نړیوالې مکلفیتونه یې پکې مراعات شوي وي، د پرېکړې او سلا مشورې وړ دي.»
ښاغلي بېنټ په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هېواد په سویل کې د پیغلو د ځانوژنې پېښې ټکان ورکوونکې بللي او زیاته کړې ده: «ځیني راپورونه ښيي چې د ځانوژنې ۵۰ سلنه پېښې د ځوانو نجونو له خوا کېږي.»
د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي چې په ځینو دیني مدرسو کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ګټې اخیستنې په ګډون د تاوتریخوالي او ناوړه چلن تورونه شته. نوموړی وايي چې د راپورونو له مخې، دا ناوړه چلن د دیني مدرسو د ښوونکو له خوا کېږي او په خبره یې، هغوی د طالبانو د ملاتړ له کبله له معافیته برخمن دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د سویس په جینوا کې د افغانستان دایمي استازی او سفیر نصیراحمد اندېشه ټینګار کړی چې افغانستان یوې تیارې او څنډې ته لوېدلی دی. د نوموړي په خبره، طالبانو د افغانانو د مدني او سیاسي حقونو سربېره د هغوی اقتصادي او کلتوري حقونه هم تر پښو لاندې کړې دي.
ښاغلي اندېشه زیاته کړې چې طالبانو د نوروز ورځې نمانځل منع کړی چې په خبره یې، دا کلتوري او تاریخي جشن په ټوله سیمه کې نمانځل کېږي. نوموړي د طالبانو له خوا د انځور پر اخیستلو محدودیت ته په اشارې ټينګار وکړ چې دا چاره د رسنیو چارې نورې هم محدودوي. هغه زیاته کړې: «خلک غواړي چې د دې شورا غړي د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ته ژمن پاتې شي، کله چې د افغانستان په اړه پرېکړه کوي، له بنسټيزو بشري حقونو دفاع وکړي نه د نورو موخو لپاره.»
نوموړي ټينګار کړی چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو پراخو سرغړونو ته په کتو دې د نړیوالې ټولنې غړي د «دوحې شومې هوکړې د څلورمې کلیزې» سره هممهاله د طالبانو د رسمیت پېژندلو پر خوا حرکت نه کوي.
ورته مهال، د ریچارډ بېنټ راپور د بشري حقونو فعالانو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو له تود هرکلي سره مخ شوی دی. د هغوی په خبره، دغه راپور په افغانستان کې له بشري حقونو پراخو سرغړونو ته کتنه کړې او د طالبانو راکاږلو لپاره يې هېوادونه ته ښه وړاندیزونه کړې دي.
پخوانۍ ډيپلوماټه او د بشري حقونو کارپوهه فریما نوابي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: «په اوسنیو شرایطو کې د ریچارډ بېنټ راپور یو له ښو راپورونو څخه دی چې تمه ترې کېدای شي.»
نوموړې زیاتوي چې په دې راپور کې د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږکیو ناوړه بشري حالت انعکاس شوی دی. هغې پر ښځو او ماشومانو زورزیاتي ته په اشارې، دا راپور غني بللی دی.
د مېرمن نوابي په خبره، په نړیوالو محکمو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د قضیې ارزونې په اړه د ښاغلي بېنټ دوامداره ټينګار د ستاینې وړ دی. د نوموړې په خبره، اروپايي ټولنې، استرالیا او ځينو لویدیځو هېوادونو تیاری ښودلی چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض قضیه به د نړیوالو محکمو سربېره په خپلو کورنیو محکمو کې هم تعقیبوي. هغې د جنستي اپارتاید د رسمیت پېژندنې په اړه زیاته کړه چې د ریچارډ بېنټ له راپوره د دولتونو ملاتړ دا خبره روښانه کړه چې نور به راپورونه یوازې د راپور په بڼه نه پاتې کېږي، بلکې په خبره یې، عملي اقدامات به هم ترسره کېږي.
مېرمن نوابي ټينګار کوي چې د طالبانو له خوا د جنسیتي اپارتاید او بشر ضد جنایتونو د رسمیت پېژندنې لپاره د بشري حقونو فعالانو او مدافعانو جدي او تلپاتي مدني کار ته اړتیا لري چې په خبره یې، په دې برخه کې به له خپلو هڅو لاس په سر نه شي.
د افغانستان د مقتدره ښځو خوځښت هم د یوې ویناپاڼې په خپرولو د ریچارډ بېنټ له راپوره هرکلی کړی دی. دغه خوځښت په لاهه محکمه کې په افغانستان کې طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي غوښتنه د افغانانو په ځانګړي ډول د اعتراض کوونکو ښځو د سرښندنو، درېدنو او قربانیو پاېله ګڼلې ده.
له بلې خوا، د بښنې نړیوال سازمان استازي راګوپاتي اینیان ایلانګو (Ragupathy Iniyan Ilango) په دې غونډه کې ویلي چې دغه بنسټ پر ښځو د طالبانو لګول شوي محدودیتونه مستند کړي چې په خبره یې، کېدای شي د بشریت ضد جنایت مصداق وګڼل شي. د دغه سازمان استازي په خپله وینا کې ویلي: «جبري ورکېدنې، جبري نیونې، ناقانونه وژنې، ربړونې او خپلسرې نیونې [دوام لري] چې تر ډېره د طالبانو یا نورو ډلو له خوا هزاره ګان او تاجکان موخه ګرځول کېږي.»
د بښنې نړیوال سازمان ټينګار کړی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د لږکیو وضعیت ناوړه شوی دی. دغه سازمان د بشري حقونو له شورا غوښتنه کړې، داسې یو میکانیزم رامنځته کړي چې له مخې یې د دغه سازمان په نورو راپورونو او پرېکړهلیکونو کې د ناوړه بشري حقونو وضعیت ته رسېدګي وکړي. دغه راز د بښنې نړیوال سازمان د یو داسې بنسټ د جوړېدو غوښتنه کړې چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونې مستندې کړي او ویې ساتي.
له دې سره هممهاله، د بشري حقونو په شورا کې د اروپايي ټولنې استازې توماس واګنر په افغانستان کې د بشري حقونو پر خرابېدو اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې د طالبانو له خوا پر ښځو او هزاره ګانو لګېدلي بندیزونه غندي. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې لپاره د توکم او جنسیت پر بنسټ دوه ګونی چلن او ظلم د منلو نه دی.
د فرانسې استازي کریستین تودیک په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلی او د طالبانو له خوا د ټولو محدودونکو حکمونو د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده. نوموړي ویلي چې فرانسه د افغانانو ترڅنګ درېږي او له هغوی ملاتړ کوي. د هغه په خبره، په افغانستان کې له زیانمنونکو سره د مرستې لپاره طالبان د فرانسې د مرستې رسونې مخنیوی کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د امریکا استازې میشل تیلور ټينګار کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو له خرابېدونکي حالت څخه ناهیلی دی. د نوموړې په خبره، طالبانو له نجونو او ښځو ټول فرصتونه اخیستي او په وینا یې، د طالبانو دې کړنو په افغانستان کې بشري او اقتصادي کړکېچ لا ژور کړی دی.
د امریکا استازې زیاته کړې: «موږ په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه د باور وړ راپورونو شاهدان یو چې پکې د پخواني حکومت د غړو ناقانونه خپلسري توقیفونه، اعدامونه او وهل ټکول راځي. نړیواله ټولنه دې یوه خوله وي، څو دا محدودونکي تدابیر له منځه یوسي. ځکه د افغانستان راتلونکی له دې سره تړلی دی، څو ټول په پرېکړو کې برخه ولري.»
د بشري حقونو په شورا کې د جرمني استازې کاترینا ستایش (Katharina Stasch) ویلي چې په نړۍ کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو سرغړاوی بې مخینې دی. نوموړې د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونو سملاسي بندېدو غوښتنه وکړه. د هغې په خبره، په وروستیو ورځو کې د طالبانو تاوتریخجنو کړنو زور اخیستی او تر ډېره تاجک او هزاره توکمې نجونې د دغې ډلې د پام وړ حجاب د نه مراعاتولو په پلمه توقیف شوې دي. دغه راز، نوموړې په عام محضر کې پر اعدامونو او بدني سزاوو نیوکه کړې او ویلي دي چې دې ډلې د خلکو حقوق ترپښو لاندې کړي؛ خو په خبره یې، د هوساینې لپاره یې پام نه کوي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځو برخې استازې اکسلي لامینماکي (Akseli Lamminmaki) هم په دې غونډه کې وینا کړې ده. هغې ویلي چې په افغانستان کې دې د ښځو او نجونو غږ واورېدل شي او نړیواله ټولنه دې د ښځو د غوښتنو له مخې د طالبانو له رسمیت پېژندلو ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د ریچارډ بېنټ دا راپور پروپاګند بللی او په خبره یې، د نوموړي راپورونه مغرضانه دي.