د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لور مریم نواز او د عمران خان مخالفې ویلي: «عمران خان له پاکستان څخه بهر غورځوو.»
مریم نواز یکشنبه د مارچ پر ۲۷ له لاهوره د اسلام اباد پر لور د لاریون پر مهال ویلي، چې هغوی د اوسني حکومت د خدایپامانۍ لپاره د اسلام اباد پر لور روان دي.
مریم نواز د لاهور ګوجرانوالا کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر سیاستونو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: «نوموړی تر دې وړاندې د کرکټ لوی لوبغاړی و.» او ټينګار یې کړی، چې نور د عمران خان دولت له منځه تللی دی.
مریم نواز ویلي، چې ډېر ژر به د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر نواز شریف چې تبعید شوی، راستون شي.
دغې پاکستانۍ سیاستوالې له جیونیوز سره په ځانګړې مرکه په کانټینرونو د سړکونو د بندولو په تړاو ویلي، چې عمران خان له پاکستانه لرې غورځوي.
ورته مهال د پاکستان د لومړي وزیر مخالف سیاستوال حمزه شهباز هم ویلي، چې اوسمهال ولس عمران خان غافل ګیره کړی دی.
د عمران خان د سیاستونو خلاف له لاهوره لاریون پیل شوی او د اسلاماباد پر لور روان دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې اسلاماباد ته غځېدلې لارې پر کانټینرونو تړل شوې او ښار پوځي حالت خپل کړی دی.
د مریم نواز او حمزه شهبار په ګډون ځينو نورو سیاستوالو د عمران خان د سیاست پر وړاندې اعتراض کړی او د دغه هېواد پارلمان هم له لومړي وزیر خان څخه غوښتي واک پرېږدي؛ خو عمران خان ټينګار کړی، چې مبارزه کوي.