۸صبح، کابل: د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت امر کړی، چې له دې وروسته دې تفریحي پارکونو ته د نارینهوو او ښځينهوو د ورتګ ورځې جلا وي.
دا مهالوېش نن یکشنبه د وري پر ۷ خپور شوی دی.
د دغه مهالوېش له مخې به د کابل ښار او اړوندو ټولو پارکونو کې تر دې وروسته یکشنبه، دوشنبه او سهشنبه د ښځينهوو لپاره او دغه راز چهارشنبه، پنجشنبه، جمعه او شنبه به نارینهوو لپاره ځانګړې وي.
په دې مهالوېش کې ټينګار شوی، چې ښځې له شرعي محرم پرته د حجاب په مراعاتولو تفریحي پارک ته تللی شي.
د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت مهالوېش کې راغلي: «تفریحي پارکونو ته د نارینهوو لپاره ځانګړې شوې ورځو کې که طالب ځواکونه هم تفریحي پارکونه ته ورځي، باید وسلې او نظامي یونیفورم ونه لري او د سرغړونې په صورت کې به د پارکونو مالکانو او مسوول سره قانوني چلن کېږي.»
ورته مهال د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ولایت اړوند سیاحتي پارکونه لکه پغمان دره، شکردره، استالف دره او ځينو نور ځایونو کې چې خلک له خپلې کورنۍ سره د تفریح لپاره ورځي، ښځينه باید شرعي حجاب مراعات او له پردیو وګړو سره له خلطیت ځانونه وساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د مزارشریف روضه کې هم په مختلط ډول د نارینهوو او ښځینهوو د ورتګ مخنیوی شوی و.