۸صبح، بلخ: بلخ کې ولسي سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د سرپل بلخاب ولسوالۍ ۱۷ اوسېدونکي نیولي دي.
د بلخاب ولسوالۍ یو شمېر بېځایه شوي چې بلخ ته یې پناه وړې، سه شنبه د زمري پر څلور ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه ۱۷ تنه په مزارشریف ښار کې تر لوی اختر مخکې نیول شوي او تر اوسه یې د برخلیک په اړه خبر نشته.
سرچینې ټینګار لري، چې نیول شوي کسان موټر چلوونکي، بزګران او کارګر دي او کورنۍ یې اوس بې سرپرسته پاتې دي.
د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو او د مولوي مهدي د کسانو ترمنځ د نښتو په پایله کې کابو ۲۷ زره بېځایه شویو کورنیو نورو ولایتونو له دې جملې بلخ ته پناه وړې ده.