په بريتانیا کې د محکمې د حکم له مخې، یو افغان چې له دې مخکې د وژنې په تور نیول شوی و، اوس د عُمر د جعلي کولو په تور مجرم پېژندل شوی دی.
بریتانیايي رسنیو سه شنبې د اکتوبر په ۲۵مه رپوټ ورکړی چې افغان پناه غوښتونکی لونګین عبدالرحیم زی لا د وینچسټر محکمې د حکم په تمه دی.
عبدالرحیم زی د مارچ په دوولسمه د اولډ کریسټ چرچ پر واټ له ساوندویچ پلورنځي بهر د ۲۱ کلن تام رابرټز د وژلو په تور ونیول شو.
د محکمې په وینا، تورن کس په افغانستان کې زېږېدلی او د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې بریتانیا ته ورغلی دی.
عبدالرحیم زی له نیول کېدو وروسته پولیسو ته وویل چې شپاړس کلن دی.
محکمې له یو لړ څېړنو وروسته جوته کړې چې عبدالرحیم زی یو بالغ کس او د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې زېږېدلی، له دې امله هغه ویلي و چې دې هېواد ته د ورتلو پرمهال څوارلس کلن و.
د هغه عُمر له مخې چې د نیول کېدو پرمهال یې د ځان په اړه ویلي، په لومړي سر کې نوموړی د ماشوم په توګه په محکمه کې د نه پېژندل کېدو له حقه برخمن شو؛ خو د عُمر د ټاکلو محکمې له غونډې وروسته د قاضي مېرمن جاستیس کاټز له خوا دا محدودیت لیرې شو.
مېرمن کاټز ویلي چې ددې حکم په پایله کې عبدالرحیم زی باید له د لویانو زندان ته ولېږدول شي.
کاټز همداراز زیاته کړې چې لونګین عبدالرحیم زی د قتل په جرم بندي دی.
د عبدالرحیم زي مدافع وکیل جومارتین کي سي محکمې ته ویلي: «ښاغلی عبدالرحیم نه پوهېږي چې څو کلن دی او د فلتهام د ځوانو مجرمینو په موسسه کې پاتې کېږي؛ خو هغه وایي چې بالغ دی.»
ټاکل شوې د وژنې دوسیې د څېړنې محکمه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په یوولسمه خپل کار پيل کړي.
دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې په لوېدیځو هېوادونو کې افغان پناه غوښتونکو، له دې امله اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانانو له خوا جنایي جرمونه ددې لامل شوي چې د دوی هویت ته زیان ورسېږي.