۸صبح، بلخ: بلخ کې سیمهییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر آمر ملا یاسین یوه ځوانه نجلۍ په ډزو وژلې ده.
سرچینې یکشنبه د لړم پر پنځلسمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې دغه نجلۍ د ملا یاسین له خوا وروسته له هغې وژل شوې، چې له نوموړي سره د واده کولو غوښتنه یې رد کړې ده.
بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري د دې پېښې پر تایید سربېره د ملا یاسین له نیول کېدو خبر ورکوي.
خو بلخ ولایت کې یوه سرچینه وایي، چې ملا یاسین د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې د طالبانو په امنیه قوماندانۍ کې له لنډمهاله بند وروسته بېرته خوشی شوی دی.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې ډلې قوماندانانو او مسوولانو دویم او درېیم ودونه کړي دي. دغه ودونه کله کله جبري وي.