۸صبح، کابل: ام ټي ان مخابراتي شرکت اعلان کړی چې د نوي پروګرام له مخې، په افغاانستان کې یې مالکیت یوه بل شرکت ته لېږدول شوی دی.
«ام ټي ان» دوشنبې د لړم په ۲۴مه په یوه خبرپاڼه کې خپلو مشتریانو ته ډاډ ورکړی چې ددې شرکت په خدماتو کې به هېڅ بدلون رامنځته نه شي او یوازې یې نوم بدلېږي.
ددې خبرپاڼې پر بنسټ، (M1 New Ventures) شرکت چې په منځني ختیځ کې ریښې لري په افغانستان کې یې د (MTN) مخابراتي شرکت ونډه پېرلې ده.
څه موده مخکې بلومبرګ راپور ورکړی چې (ام ټي ان) په افغانستان کې د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت خپله برخه په بیروت کې مېشت (M1 New Ventures) شرکت باندې پلورلی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې له دې سیمې د «ام ټي ان» د مالکیت د وتلو موخه دا ده چې تر ډېره افریقايي هېوادونو ته پاملرنه وکړي.
ام ټي ان په اوسني وخت کې په افغانستان کې له فعالو مخابراتي شرکتونو څخه دی چې کابو شپږ میلیونه ګډون وال لري او په هغې کې ۳۳۰ رسمي کارکوونکي دنده ترسره کوي.