طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې، کله چې ټولنیزو رسنیو لکه اوس پراختیا نه وه موندلې، وکړای شول چې د خلکو پرغوږونو او خولو چوپیتا تحمیل کړي. هېڅ غیر اماراتي خپرونه نه وه، پر ټلویزیونونو او ټیپونو یې بندیز لګولی و او د خپل جديت د ښودلو لپاره یې د کسټونو کولمې او مات شوي ټلویزونونه پر څلور لارو راځړول. پیغام یې دا و چې تاسو د طالبانو له امر پرته د بل چا د غږ اورېدلو حق نه لرئ. په هغه وخت کې راډیو یوازینۍ رسنۍ وه چې طالبان یې د خلکو پر مخ پر تړلو بریالي نه شول. د امارت په تورتم کې هېوادوالو د یوازیتوب پر مهال له بهرنیو راډیوګانو نه خبرونه، تبصرې او موسیقي اورېدله او پر دې یې د ارامۍ احساس کاوه، چې د بشپړې رسنېزې تیارې تپل د طالبانو له وسه پورته خبره ده.
له واکه د دې ډلې د دوه لسیزې لېرېوالي په واټن کې د رسنیو په نړۍ کې داسې انقلاب راغی چې ټوله نړۍ آن تر ټولو شاته پاتې پاړکی یې هم لکه بڼکه له ځانه سره یووړ. په شل کلنه جګړه کې طالبانو د خپلو افکارو د دودولو او د خپلو مخاطبانو په تېره بیا د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د مغزو د منځلو لپاره له رسنیو ډېر کار واخیست چې د دغې ډلې د نفوذ په سیمو کې وو. بل خوا، خبریالان او انتقادي رسنۍ د هغوی د بریدونو یو اصلي هدف و. خبریالان یې په خورا وحشتناکه توګه وژل، د اسلامي جمهوريت د واکمنۍ په وروستيو مياشتو کې د مدني فعالانو او خبريالانو وژنو داسې زور اخیستی و، چې د رسنيو کار له پوځي کار سره توپير نه درلود.
طالبان چې کله کابل ته راستانه شول، تمه یې لرله چې رسنیو ښايي لا له وړاندې دا پیغام ترلاسه کړي وي او په خپلو څو فرمانونو او تنبیې سره به یې ټغر ورټول کړي؛ خو رسنۍ دومره پراخې او پېچلې شوې او په ټوله ټولنه کې یې داسې ریښې ځغلولې دي چې په هغه ډول یې د ټغر ورټولول شوني نه دي، چې طالبان یې غواړي. طالبانو د دغه حالت په غبرګون کې خپلې قمچني راواېستې او ګواښل او فرمان او زندان یې و ازمویل. ډېرې رسنۍ تړل شوې او ډېر خبریالان غلي پاتې شوي یا له هېواده وتلي دي. خو مجازې نړۍ تر دې ډېره لویه ده، چې په فرمان او زندان سره کنټرول شي.
هېوادوال بېلابېل پلیټ فارمونه په واک کې لري. ځینو خلکو په ښکاره او ځینو په مستعارو او پټو نومونو مقاومت ته دوام ورکړی دی. د وخت په تېرېدو سره، طالبان د رسنیو د پراختیا په تړاو نور هم پوه شول او دا یې درک کړه چې د نظامي مرکزونو پر خلاف، رسنیز مرکزونه نه شي« فتحه» کېدای. دغه نارضايتي د ملا هبت الله په هغه فرمان کې چې د روان کال د چنګاښ پر۳۱مه خپور شو او پر طالب چارواکو هر ډول نيوکې پکې ناروا او د مجازاتو وړ بلل شوې وې، راڅرګنده شوه. سږ کال هم د طالبانو د یوه چارواکي یو غږیز پیغام خپور شو چې رسنۍ یې پکې د وسله والو مخالفینو په پرتله خطرناکې بللې وې. نوموړي خبريالان او د رسنيو فعالان په سپکو الفاظو ياد کړي وو او له هغوى سره يې د جدي چلند غوښتنه کړې وه. له بده مرغه رسنیو ته ډېر زیان رسېدلی او هغه کسان چې اوس هم په هېواد کې دننه فعالیت لري، په ډېرو موردونو کې شاتګ ته اړ شوي دي. خو په بهر کې د رسنیو د فعالیتونو پراختیا طالبانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په ټولنه کې یوازې یو غږ مسلط کړي. د مخالفو رسنیو د غیابي محاکمې په تړاو د طالبانو د رسنیزو مسوولانو تازه خبر د رسنیو په کنټرول کې د دې ډلې د بې وسۍ ښودنه کوي. غیابي محاکمه په هوا کې د سوکانو د وارولو په څېر دي او د طالبانو د ځپونکې تګلارې ښکارندویي کوي او د دې ډلې د لا زیاتې رسوایۍ لامل کېږي. په رسنیو کې د طالبانو ناوړه څېره د خبریالانو او لیکوالانو د ذهن په مټ نه ده جوړه شوې چې د هغوی په چوپتیا سره ښکلې شي، بلکې د طالبانو انساني ضد سیاستونه او بدوي چلند که په هره هينداره کې منعکس شي، د شرم او کرکې سرچینه کېږي.
اوسمهال د درېدو لپاره د خلکو تر ټولو مهمې ملاتړې دي. له رسنیو پرته پر بېلابېلو طبقو په تېره بیا پر ښځو د دې ډلې د ظالمانه محدودیتونو پر وړاندې د ښځو مبارزې او د خلکو اعتراضونه ډاګیز کېدلای او په نړیواله کچه منعکس کېدلای نه شوای. په داسې شرایطو کې چې د ټوپک انحصار له طالبانو سره دی، د خلکو وسله د دوی غږ دی او جلاوطنه رسنیو په دې برخه کې د طالبانو له منګولو نه د انحصار فرصت اخیستی دی. له رسنیو د طالبانو وېره پر ځای او واقعي ده.