۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ یا یوناما مرستیال رامزالاکبروف په سویډن او هالنډ کې د قران کریم د نسخو د سوځولو په وړاندې غبرګون ښودلی دی.
د یوناما مرستیال چهارشنبې د سلواغې په ۵مه نېټه په یوه ټویټ کې په سویډن او هالنډ کې د قران کریم سوځولو وروستۍ پېښې مسلمانانو ته د کرکې څرګندول بللي دي.
الاکبروف لیکلي: «دا بې احترامي او له سپکاوي ډک چلند دی او باید د بیان له آزادۍ سره ترکیب نه شي. موږ دا عمل په کلکه غندو.»
د یوناما مرستیال ټینګار کړی چې یو بل ته درناوی د سوله ییزې فضا د رامنځته کولو لپاره اړین دي.
په هالنډ او سویډن کې د قران کریم سوځول د اسلامي هېوادونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.