۸صبح، کابل: د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیری وایي، طالبان پر ښځو د محدودیتونو په لګولو سره له نړیوالې ټولنې لا لېرې کيږي.
د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې دغه څرګندونې پنجشنبه د سلواغې پر ۱۳ په یوه ټویټ کې کړې دي.
اغلې امیري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغه ټویټ بیا خپور کړی چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو نوي محدودیتونه یې غندلي او ویلي یې دي: «پیغام روښانه دی: د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د هر ډول محدودیتونو په لګولو او پخوانیو سیاستونو ته په ستنېدو سره به طالبان نور هم د ۱۹۹۰ کلونو په څېر له نړیوالې ټولنې لیرې شي.»
د لوړو زدهکړو په خصوصي موسسو کې د ښځینه محصلینو د جذب د مخنیوي لپاره د طالبانو نوي حکم پراخ منفي غبرګونونه راپارولي دي.