۸صبح، کابل: د بدخشان ولایت او د افغانستان نورې سیمې یوې نسبتاً زورورې زلزلې لړزولې دي.
ولکانو ډیسکوري خبر ورکوي، چې د رېښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزله دوشنبه د سلواغې پر څلورویشتمه نېټه سهار ۵:۴۷ بجې بدخشان کې شوې ده.
دغه زلزله د ١٣٥ کيلومترو په ژوروالي سره د بدخشان ولايت د اشکاشم ولسوالۍ له سويللوېديځ څخه راپیل شوې ده.
د ځايي سرچينو په وينا، دغه زلزله د تخار، کندز او بغلان په ګډون د افغانستان په نورو سيمو کې هم احساس شوې ده.
په همدې حال کې ځینو رسنیو ویلي، د زلزلې ټکانونه د تاجکستان، پاکستان او ازبکستان په ځینو برخو کې هم احساس شوي دي.
د یاونې وړ ده، چې په ترکیه کې له خونړۍ زلزلې وروسته په افغانستان کې هم د یوې زورورې زلزلې خبرداری ورکړل شوی دی.