۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي (یوناما) د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل له بشري حقونو سرغړونه او د ځان په زیان چاره بللې ده.
یوناما سه شنبه د کب میاشتې پر دویمه نېټه پر خپله ټویټرپاڼه د یوه یوه ټویټ په خپرولو لیکلي: «یوه میاشت کې به په ټول افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه د زدهکړو لپاره پرانیستل شي؛ خو د نجونو پر مخ نه.»
یوناما یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د افغان نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، ترڅو د هغوی ژوند او راتلونکي خوندي وساتل شي.
په ښکاره ډول، یوناما په نوي ښوونیز کال کې د طالبانو له خوا د ښځو پر زدهکړو د بندیز د لیرې کېدو له امله ناهیلي دي.
له پراخو نړیوالو مخالفتونو سره سره، طالبانو د ښځو پر زدهکړو او کار بندیز لغوه کولو ته هیڅ شین څراغ نه دی ورکړی.
د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه تمه لري چې طالبان به په نوي تعلیمي کال کې نجونو او ښځو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي.