ذهنیت جوړوونکې کیسې کتاب ۱۲۳ مخونه لري، چې تازه په کابل کې چاپ شو. دغه کتاب د لنډو کیسو ټولګه ده چې لیکوال یې حضرت عثمان نوري دی.
ښاغلي نوري له ۸صبح سره په خبرو کې د دې کتاب په اړه وويل: «د لنډو کیسو دا ټولګه د بېلابېلو هغو ناسمو دودونو انځور دی چې زموږ پښتانه په کې له کلونو راهیسې کړیږي، میندې بورې کېږي، خور بې وروره کېږي، یوه ناوې کونډېږي، یو ماشوم یتیمېږي او د کور انګړ ته د خوښېو پر ځای تل پاتې بدمرغي راوړي.»
په دغه کتاب کې ليکوال هڅه کړې چې، د کېسو انځور په داسې ډول روښانه کړي چې په افغاني ټولنه کې د ناسمو دودونو او زړه بوږنوونکو پېښو مخه ونيول شي.