د ۸صبح پښتو مجلې درنو لوستونکو دا دی د خپلو ځانګړو مرکو په لړ کې مو د افغانستان د ورزش د ډګر ځوانې او هڅاندې څېرې ښاغلي رقيب فاروقي سره ځانګړې مرکه کړې ده، چې ستاسې پاملرنه ورته رااړوو.
مخکې له دې چې د ښاغلي فاروقي سره خپله مرکه پيل کړو، راځئ چې د فريسټايل ورزش په اړه لنډ معلومات ولولو.
فري سټايل سپورټ تقريبا يوی نوی ورزش دی چې د مختلفو ورزشي څانګو يوه ګډوله يا ترکيب دی. دغه ورزش څلور کاله وړاندې د افغانستان په لوديځ کې، غور ولايت کې د ښاغلي رقيب فاروقي له لوري رامنځته شو.
په دغه ترکيبي ورزش کې، موټرسايکل کراس، کبدي، بوکسينګ، د بدن ښکلا، پاورلېفټنګ، غرختنه، او په يخبندان کې لامبو وهل پکې شامل دي.
۸صبح: ښاغلی فاروقي ډېره مننه چې موږ سره د مرکې لپاره وخت ځانګړی کړ، د لومړۍ پوښتنې په توګه که د دغه ورزش په اړه لنډ معلومات وړاندې کړئ؟
فاروقي: مننه، دغه څانګې ته فريسټايل سپورټ ويل کېږي او په دې ورزش کې ۷ ډوله ورزشونه موجود دي، يعنې د اوه ډوله مختلفو ورزشونو ګډوله يا ترکيب دی.
په دغه ترکيبي ورزش کې، موټرسايکل ځغلونه، کبدي، بوکسينګ، د بدن ښکلا، پاورلېفټنګ، غرختنه، او په يخبندان کې لامبو وهل پکې شامل دي. دغه ورزش مې خپل رامنځته کړی او خپله يې ترسره کوم. په نورو هېوادو کې هم دا ورزش شته، خو له دې ورزش سره يې توپير دا دی چې ما ډېرې او مختلفې ورزشي څانګې سره يوځای کړې دي خو په نورو هېوادو کې بيا دوه يا درې ورزشي څانګې يې يوځای کړي او د يو ورزش په توګه يې کاروي. په راتلونکې هوډ لرم چې څو نورې ورزشي څانګې هم دغه ورزش سره يوځای کړم.
۸صبح: ستاسې اصلي هڅوونکي او ملاتړي څوک ؤ او دي، څوک د دغه ورزش په وده او پرمختګ کې ستاسې ترڅنګ ولاړ دي؟
فاروقي: زما ملګري، درانه هېوادوال مې او په ځانګړي ډول استاد کبير نظري، استاد قدرت الله فروتن، استاد حبيب الرحمن فرزان او استاد جاويد او زموږ د ډلې غړي تل ما هڅوي او ملاتړ مې کوي او زه له ټولو منندوی يم.
۸صبح: فاروقي صېب، د دغه ورزش موخه څه ده، له دې لارې کوم پيغام غواړئ خپلو هېوادوالو او ځانګړي ډول ځوانانو ته يې ولېږدوئ؟
فاروقي: موخه مې په ټوله کې، په افغانستان کې د يوې بشپړې نوې ورزشي څانګې رامنځته کول ؤ، چې له نېکه مرغه بريالی شوم. هيله لرم چې نور هېوادونه هم له دې ورزش څخه ګټه پورته کړي او د نړۍ نورو سيمو ته هم ورسېږي. دا اوس معمول ده چې نور هېوادونه يو ورزش رامنځته کوي او افغانستان بيا ترې ګټه پورته کوي او دلته مينه وال او ملاتړي پيدا کوي، خو ما ځان ته دا جرأت ورکړ چې خپله يوه نوی او په زړه پورې ورزش رامنځته کړم څو نوره نړۍ يې له موږ څخه زده کړي او په خپلو سيمو کې يې عملي کړي. د دې ورزش له لارې غواړم خپل بدني ځواک په مثبت ډول د نړيوالو نندارې ته وړاندې کړم. د دې ورزش له لارې غواړم ټولو ته د سولې پيغام ولېږدوم. د دغه ورزش له لارې غواړم ځوانانو ته دا پیغام ورسوم چې د مخدره توکو له کارولو ډډه وکړي.
۸صبح: له کومې مودې راهيسې مو چې دا ورزش پيل کړی دی، ښايي له مختلفو او ډول ډول خاطرو سره مخ شوي یاست، کېدای شي خپله يوه جالبه خاطره مو له درنو لوستونکو سره شريکه کړئ؟
فاروقي: خاطرې ډېرې دي. هغه کسان چې د غور ښار دننه ؤ، هغوی به له نږدې ليدلم او تل به يې هڅولم او ورزش ته يې ارزښت ورکوه، خو د کليو او لرې پرتو سيمو اوسېدونکو به ويل، رقيب ته وګورئ چې څه کارونه ترسره کوي، دوی به ويل د ده کارونه د لېونتوب دي. جالبه راته دا وه چې دوی به ويل، رقيب موټرسايکل اخلي غرونو ته ځي، هلته موټرسايکل هم ماتوي، خپل وخت هم لګوي او له دورغو ځي غرختنه کوي….
دا راته ډېره جالبه وه او هېڅکله به مې له ياده ونه وځي، خو ما د خلکو خبرو ته ارزښت ورنکړ او په ډېرې لېوالتيا سره مې خپلو هڅو ته دوام ورکړ.
۸صبح: هغه ستونزې او ننګونې چې ستاسې مخنيوی کوي او ستاسې د ورزش مخه ډب کوي څه دي او د همدغو ننګونو د حل او مخنیوي لپاره مو غوښتنه څه ده؟
فاروقي: د دغه ورزش د ترسره کولو پرمهال مې ډېرې ستونزې ليدلې دي ځکه چې دا يو داسې ورزش دی چې ۴۰ سلنه د مرګ احتمال پکې موجود دی. د دې ورزش د ترسره کولو پرمهال د دې شونتيا شته چې د انسان لاس، پخه او يا هم د بدن نور غړي مات شي او يا هم د سړي زړه کار پرېږدي. خو دغه ټولې ستونزې مې پرځان منلې دي او تر دې ځايه مې ځان رارسولی دی. يادونه بايد وکړم چې د دغه ورزش په ترسره کولو کې يوازې نه يم، ملګري مې دي چې ښې مشورې راکوي او ملاتړ مې کوي. د همدوی ملاتړ دی چې زه تر دې ځايه رارسېدلی يم. که د خلکو خبرو ته مې غوږ نيولی وی او جدي مې ګڼلې وی نو ښايي ډېر وخته به مې له دې ورزشه لاس اخيستی ؤ. د دغه ورزش لپاره ډېرو وسايلو ته اړتيا ده چې پيدا کول يې په يوازې ځان ستونزمن دي. له بده مرغه په دې برخه کې د افغانستان بدني روزنې ادارې هېڅ هڅه نه ده کړې، زموږ ملاتړ يې نه دی کړی او حتی عادي لارښوونې يې هم راسره نه دي شريکې کړي. هيله لرم چې په راتلونکي کې دغه ورزش د بدني روزنې رياست له لارې په رسميت وپېژندل شي او د ودې لپاره يې ډېر کار وشي.
۸صبح: ښاغلی فاروقي د دې ورزش يوه ځانګړتيا دا ده چې د کال په څلورو فصلونو کې ترسره کېدی شي، که دغه موضوع لږ روښانه کړئ؟
فاروقي: هو! د دې ورزش يوه ځانګړنه دا ده چې د کال په څلورو فصلونو کې کولی شو ترسره يې کړو. د پسرلي په موسم کې له ازاد طبعيته په ګټې اخيستنې سره له لرګيو، خټې او خاورې څخه او همداراز د ژمي په موسم کې له يخبندان، واورې او سړو اوبو څخه په ګټې اخيستنې سره او همدارنګه د مني او اوړي موسمو کې هم کولی شو دا ورزش وکاروو او ترسره يې کړو. په ټوله کې دا يو سيار يا ګرځنده ورزش دی چې هر ډول چاپېريال کې ترې ګټه پورته کړو.
۸صبح: د وروستۍ پوښتنې په توګه، له اړوندو دولتي او شخصي بنسټونو څخه مو غوښتنه څه ده؟
فاروقي: غوښتنه مې دا ده چې د خپلو ورزشي لوبغاړو ملاتړ وکړي، ويې هڅوي او د لوبو زمينې ورته برابرې کړي. که له ما څخه ورزشي بنسټونه ملاتړ وکړي زه چمتو يم چې ترټولو غوره حرکات نندارې ته وړاندې کړم او د نړيوالو پاملرنه ځان ته راجلب کړم.
هيله ده په دغه ورزش باندې پانګونه وشي څو په اسانۍ سره وده وکړی. مننه.