په جوزجان کې اورلګېدنې يو تن مړ او دوه نور ټپيان کړل

۸صبح، جوزجان: په جوزجان کې د تېلو په یوه ټانک کې اور لګېدنې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دغه اورلګېدنه نن جمعه (د غبرګولي په ۱۹مه) د سهار په ۳:۴۰ بجو د شبرغان ښار په بند اندخوى کې د «علم‌یار بیات» د تيلو په ټانک کې رامنځته شوه.

په جوزجان ولايت کې د طالبانو امنيتي مسئولين وايي چې په دې اورلګېدنه کې يو تن وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي او څه دپاسه دوه ميليونه افغانۍ مالي زيان اوښتى دى.

په جوزجان کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالستار حليمي وويل چې اورلګېدنه د تېلو د ټانکر د خالي کولو پر مهال د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، د دې اور لګېدنې قربانيان د تېلو د ټانک کارکوونکي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه پنجشنبه (د غبرګولي په ١٨مه) د هرات د ګمرک په يوه دروازه کې اور لګېدلى او مالي زيانونه يې اړولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button