د ملګرو ملتونو ویاند د طالبانو لخوا د نړیوالو موسسو پر تعلیمي فعالیتونو د بندیز احتمال یو ناوړه ګام وباله

۸صبح، کابل: په یو شمېر ولایتونو کې د نړیوالو بنسټونو د ښوونیزو فعالیتونو د بندېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند (سټیفن دوجاریک) وايي، دا پرېکړه د افغانستان خلکو په تېره بیا ښځو ته زیان رسولی شي.

دوجاریک، د پنجشنبې په ورځ (دغبرګولي په ۱۸مه)، په یوه خبري کنفرانس کې، ددې پریکړې د پلي کیدو احتمال په اړه سخته اندیښنه څرګنده کړه.

هغه وويل: «که داسې وشي، دا به د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، ځوانانو او په ټوليزه توګه د افغانستان لپاره يو بل ناوړه ګام وي.»

د ملګرو ملتونو ویاند دا یادونه هم وکړه چې په دې برخه کې به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي، ترڅو معلومه کړي چې څه به کېږي، ځکه داسې کوم رسمي سند نشته چې په افغانستان کې د نړیوالو موسسو د تعلیمي فعالیتونو مخه ونیسي.

دوجاریک یوځل بیا طالبان مخاطب کړل او ویې ویل چې هر وګړی د زده کړې حق لري او دا ډله باید د ماشومانو او لویانو لپاره زده کړې ته لاسرسی تضمین کړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې له طالبانو سره به خبرې وکړي.

د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۷مه) داسې راپورونه خپاره شول چې طالبانو په هېواد کې له یونیسف پرته د پوهنې په برخه کې، د ټولو نړیوالو موسسو پر فعالیت بندیز لګولی دی.

په هېواد کې د نړیوالو موسسو د بندیز په اړه خپرو شویو راپورونو له شپږم ټولګي د کم عمره نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه هم اندېښنې راپورته کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button