۸صبح، کابل: پنجشېر کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د یوې نجلۍ د ځانوژنې خبر ورکوي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه نجلۍ، چې شیما نومېده یکشنبه د لیندۍ پر شلمه نېټه د سهار ۹:۰۰ بجې شاوخوا یې ځان ځړولی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د درې ولسوالۍ د عبداللهخېل سیمې په کنسار کلي کې شوې ده.
د دغې نجلۍ د ځانوژنې لامل کورنۍ ستونزې بلل شوې دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ځانوژنو پېښې زیاتې شوې دي.