۸صبح، فاریاب: په فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د سېلاب راوتلو له کبله یو سړي او یو ماشوم ژوند بایللی دی.
ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې سهشنبه د وري پر ۷مه د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې له شدیدو بارانونو وروسته سېلاب راوتلی دی.
د پېښې قربانیان د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان کلي اوسېدونکي و.
د غرق شوي سړی مړی بیا په خواجه سزپوش ولسوالۍ کې موندل شوی؛ خو د ماشوم مړی لا ورک دی.
ورته مهال، په فاریاب کې د طالبانو د والي ویاند عصمتالله مرادي د مړه شوي کس نوم ملا یوسف ښودلی دی.
نوموړي ویلي چې د ماشوم د جسد موندلو هڅې هم روانې دي.
تر اوسه د دغه سېلاب له کبله د مالي زیانونو په اړه څه ویل شوي نه دي.
تېرو څو ورځو کې په فاریاب او سرپل کې د سېلابونو له کبله درې کسان مړه شوي او له ۳۰۰ ډېر کورونه زیانمن شوي دي.
د یادونې ده چې د هوا پېژندنې ریاست سبا (چهارشنبه) د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د واورو او بارانونو ورېدو، تالندې برېښنا او سېلابونو پېښېدو خبرداری ورکړی دی.