۸صبح، فراه: په فراه کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له کبله پنځه کسان مړه شوي او ۹۵ کورونه له منځه تللي دي.
په فراه کې طبعي پېښو ته د رسېدو چارو رییس مولوي محمداسراییل سیار دوشنبه د وري پر ۲۷مه ویلي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د دغو سېلابونو په پاېله کې ۲۰۳ څاروي تلف شوي، څلور زره او ۳۸۰ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې او دوه زره او ۸۷ سولري تختې له منځه تللې دي.
په فراه کې ځايي طالب چارواکو په دغه ولایت کې د موسسو له استازو سره په غونډه کې له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
د هېواد په ډېریو ولایتونو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په ننګرهار کې سېلابونو دوه ماشومان مړه او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
له دې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي و چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله ۳۳ کسان مړه او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.