په خوست کې یوه سړي د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي

۸صبح، خوست: په خوست کې ځایی سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۳ غړی وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
دا پېښه د جمعې په شپه (کب ۲۶) د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د هغه مور، زوى او لور وژل شوي او مېرمن او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وروسته له هغه چې وسله وال طالبان د پېښې ځاى ته ورسېدل، دغه کس پر هغوى هم ډزې وکړې. د پيښې عامل د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کس ولې د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې دي. خو د سرچینو په وینا، هغه روږدی و.
د خوست ولایت سیمه ییزو چارواکو دغه پېښه تایید کړې ده؛ خو دوی په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې کورنۍ تاوتریخوالی زیات شوی دی. څه موده وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يو پلار خپلو دوو زامنو په چاړو وواژه.