۸صبح، غزني: د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ د ترګان سیمې اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې او ګټې اخیستو ته یې سپارلې ده.
د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، د دغه ښوونځي پر جوړولو تر پنځه میلیون افغانۍ زیاتې پیسې لګېدلې دي، چې ټولې یې د سیمې د خلکو او له هېواده بهر د یو شمېر افغان کډوالو په مالي مرستې برابرې شوې دي.
د دغه ښوونځي ودانۍ په ۳۸۰ مترمربع ځمکه کې جوړه شوې او اته درسي خونې، اداري برخې او یو سالون لري.
د سیمې اوسېدونکي زیاتوي، چې خلکو د ساینسي مضمونونو او د کانکور د چمتوالي په برخو کې درې ښوونکي هم ګومارلي دي ترڅو زدهکوونکو ته تقویتي ټولګي رامنځته کړي.
د ترګان خلکو موده مخکې په خپل شخصي نږدې شپږ میلیونه افغانۍ لګښت د یوه روغتیایي کلینیک چارې بشپړې کړې او ګټې اخیستو ته یې سپارلی دی.
دغه کلینیک په ۴۰۰ مترمربع ځمکه کې جوړ شوی، چې ۱۲ خونې، سالون او څو تشنابونه لري.