۸صبح، کابل: په هېواد کې د دیني مدرسو پر جوړوېدو د طالبانو د ټینګار په دوام، د طالبانو د پوهنې وزارت په هرات کې د دوو ښوونځیو د پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت سرپرست مولوي حبیبالله اغا شنبه د وري پر ۲۵مه هرات ته سفر کړی او د ۱۰ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت دوه دیني مدرسې یې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د طالبانو وزير هرات ته د خپل سفر پرمهال له خلکو غوښتي چې خپل ماشومان ديني مدرسو او ښوونيزو مرکزونو ته واستوي.
دا مدرسې د هرات ولايت د زندهجان ولسوالۍ په دوو زلزله ځپلو کلیو کې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
تردې دمخه د دغو سيمو يو شمېر کورنيو ويلي وو چې د ښوونځيو زدهکوونکي د زدهکړو لپاره درسي موادو او معیاري ودانیو ته لاسرسى نه لري.
په هرات کې د پروسږکال زورورې زلزلې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه واړول او د دغه ولايت د لسګونو ښوونځيو ودانۍ يې ړنګې کړې چې اوس په ځپل شويو سيمو کې زدهکوونکي تر خيمو لاندې زدهکړې کوي.