په غزني کې د یو شمېر خصوصي ښوونځیو مسوولانو د خپل فعالیت جواز له ښوونځي څخه دیني مدرسې ته اړولی دی. د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې د نوي تعلیمي کال له پېل سره هممهاله، په غزني کې یو شمېر خصوصي ښوونځيو د خپل فعالیت جواز دیني مدرسې ته بدل کړی او یو شمېر نور بیا د دغه بهیر په ترسراوي بوخت دي. ویل کېږي چې له ښوونځيو څخه په دیني مدرسو جواز بدلوونکي بیا له شپږم ټولګي پورته د زدهکوونکو نجونو د جذب په لټه دي.
په غزني کې د یو شمېر خصوصي ښوونځيو مسوولان وايي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز او د زدهکوونکو هلکانو د کم شمېر له کبله اړ شوي، څو په خبره یې، د دیوالي کېدو د مخنیوي په موخه د مدرسو جوړولو ته مخه کړي.
هغوی له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې په تېرو دوو کلونو کې یې هیله لرله چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانېستل شي. دوی زیاتوي چې د زدهکوونکو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو تړل کېدو اړ کړي څو په خبره یې، خپل د جواز فعالیت له ښوونځي څخه دیني مدرسې ته بدل کړي او په دې سره توانېدلي چې ډېر شمېر زدهکوونکې نجونې جذب کړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د مدرسو جوړولو لړۍ زور اخیستی او د ټولو تعلیمي او تحصیلي بنسټونو پام دیني مدرسو ته دی. طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړلو سربېره، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې نارینه زدهکوونکو او محصلانو ته هم پام کم کړی دی.
طالبانو په تېرو څه کم درېیو کلونو کې په تعلیمي نصاب کې دیني مضمونونه ډېر کړي چې دا چاره بیا د اکاډمیکو بنسټونو له خوا په هېواد کې د زدهکړو او پوهنې بهیر د تتېدو په نوم یاد شوی دی.
په غزني کې پر دیني مدرسو د یو شمېر خصوصي ښوونځيو بدلېدل بیا د دغه ولایت اوسېدونکو له خوا د مخالفت ترڅنګ له هرکلي سره هم مخ شوی دی. موافقانو دا چاره غوره او مخالفانو بیا د طالباني ډول بنسټپالنې او افراطیت وده بللې ده.
د غزني اوسېدونکی احمد سجاد (مستعار نوم) چې خپله لور یې یوې دیني مدرسې کې شامله کړې وايي، د رواني فشارونو د مخنیوي په موخه اړ شوی خپله لور مدرسې ته واستوي. نوموړی زیاتوي: «یوازې د دې لپاره چې لور مې له دې زیات رواني زیان ونه ویني، ښه ده چې مکاتب[مدرسې] فعالې شوې، په دې پوهېږم کوم اغېز چې ښوونځيو درلود او لري یې، دا مدرسې یې نه لري؛ خو په اوسنیو شرایطو کې اړ یم او بله چاره نه لرم.»
ورته مهال، احمد سجاد پر مدرسو د ښوونځيو بدلېدل او د دې بهیر دوام بیا د هېواد لپاره ناوړه بولي. د نوموړي په خبره، دا چاره ټولنه د افراطیت او «ملاکراسۍ» خواته بیايي چې په خبره یې، په اوږدمهال کې به د هېواد ښوونیزو او علمي مرکزونو ته نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.
د غزني دا اوسېدنکی زیاتوي: «دا ډېره تېروتنه ده، یوه ټولنه په ټولو برخو کې مسلکي کسانو ته اړتیا لري، دا چې ټول مدرسې ته لاړ شي او دیني زدهکړې وکړي، تاسې فکر وکړئ چې په دې وضعیت کې به تر لسو یا ډېرو یا کمو کلونو کې څومره وړتیا ولرو څو یو ښه ډاکټر، انجنیر، اقتصادپوه او … ټولنې ته وړاندې کړو. دا په رښتیا د اندېښنې وړ ده.»
په غزني کې داسې مهال پر مدرسو د خصوصي ښوونځيو د بدلېدو بهیر زور اخیستی چې څه موده وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زدهکړو وزارت او ازموینې ادارې د دیني مدرسو سلګونو فارغانو ته د ماسټرۍ سند ورکولو په موخه ازموینه واخیستله.
د یادونې ده چې دمګړۍ په غزني کې د دولتي ښوونځيو ترڅنګ ۲۰ خصوصي ښوونځي هم فعال دي او په تېرو دوو کلونو کې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه دیني مدرسې جوړې شوې دي چې طالبانو پورې اړوند بنسټونه یې لګښت ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په افغانستان کې د دیني مدرسو لپاره د سل زره نویو بستونود رامنځته کولو امر کړی و. داسې کړنه چې د هېوادوالو اندېښنې یې راپارولې دي.