۸صبح، نیمروز: نیمروز کې ولسي سرچینې وايي، چې طالب ځواکونه یو ځل بیا له ایراني پوله ساتو سره په جګړه اوښتي دي.
د نښتې له ځایه ولسي سرچینو یکشنبه د زمري پر ۹ له غرمې وړاندې وویل، چې دا نښته د نیمروز د کنګ ولسوالۍ په درویشوک سیمه کې شوې او لا هم روانه ده.
سرچینو منلې، چې د دې نښتې له کبله یو طالب پوله ساتی وژل شوی دی.
ځايي سرچینې وايي، نښته له هغې وروسته پیل شوه، چې ایراني پوله ساتي د افغانستان خاورې ته دننه شول او طالب ځواکونو یې مخنیوی وکړ.
ځینو نورو سرچینو د ایراني پوله ساتو په حواله ویلي، له هغې وروسته چې طالبانو د ایران خاوره کې خپل بیرغ ودرواه، د ایراني پوله ساتو له غبرګون سره مخ شول.
له دې وړاندې هم نیمروز کې د طالب او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښتې شوې وې.