۸صبح، پکتیکا: پکتیکا کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت جانیخېلو ولسوالۍ کې یوه ځوان ځان زندۍ کړی دی.
دا پېښه پرون سهشنبه د غويي پر ۲۰ د جانیخېلو ولسوالۍ د «هستي» کلي کې شوې ده.
دغه ځوان اتلس کلن و او کرزی نومېده.
د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدامین حذیفه وایي، چې یاد ځوان عصبي ناروغي لرله او پخپله یې ځان وژلی دی.
حذیفه زیاتوي، پخوا د یاد ځوان پلار او ورور هم په دې شکل ځانونه زندۍ کړي وو.
په دې وروستیو کې د هېواد په ځينو سیمو کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.
همدا تېره میاشت کابل او فاریاب کې هم دوو نجونو ځان وژلی و.