۸صبح، کندهار: په کندهار کې د طالبانو د کډوالو چارو ریاست وايي، د پاکستان حکومت، ۲۳۶ افغان کډوال په زوره، افغانستان ته را ستانه کړي دي.
دغه ریاست نن چهارشنبه (د غوایي په ۱۳ مه)، اعلان کړه، چې په را ایستل شویو کډوالو کې د پاکستان له جېلونو څخه یو شمېر آزاد شوي افغان بندیان هم شته دي.
په کندهار کې د طالبانو د کډوالو چارو ریاست وايي، دغه شمېر افغان وګړي، نن له غرمې مخکې، د سپین بولدک له لارې، افغانستان ته را استول شوي دي.
را ایستل شوي کډوال، په سپین بولدک کې، د کډوالو نړیوال سازمان (آیاوام) دفتر ته معرفي شوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې په شړل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته او که نه.
دا درېیم ځل دی، چې د سپین بولدک له لارې، افغان کډوال د پاکستان د حکومت له خوا افغانستان ته را شړل کېږي.