۸صبح، کابل: افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو ازادۍ په نړیواله ډلبندۍ کې په ۳۴ درجې راپرېوتو، له ۱۲۲ څخه ۱۵۶ ځای ته وغورځېد.
د بې پولې خبریالانو سازمان نن سه شنبه د غويي پر ۱۳ د یوه ټویټ په خپرولو وايي، چې دا کچه په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د سختو شرایطو ښودنه کوي.
د رسنیو ازادي او د خبریالانو د وضعیت درجه بندي د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې هر کال ارزول کېږي.
ناروې، ډنمارک او سویډن په ترتیب د دغه نوملړ په سر او ایران، اریتریا او شمالي کوریا د دې لېسټ په پای کې دي.
د بې پولې خبریالانو بنسټ وايي، چې د طالبانو واکمنېدل په هېواد کې د خبریالانو په تېره بیا ښځینه خبریالانو د امنیت پر وړاندې جدي پایلې لرلې دي.
نن د مې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.
د بښنې نړیوال سازمان هم نن په یوه ټویټري پيغام کې ویلي، چې په افغانستان کې خبریالي له ګواښ سره مخ ده او هغه رسنۍ چې یو وخت د خپلواکو راپورونو په خپرولو مشهورې وې، اوس د طالبانو حکومت تر سيوري لاندې د سقوط په درشل کې دي.
د دغه سازمان د سویلي اسیا څانګې په یوه ټویټ کې ویلي، چې خپلواکې رسنۍ باید د خپرولو اجازه ترلاسه کړي او د افغانستان خبریالان او رسنۍ باید له وېرې او غچ اخیستو پرته، په ازاد ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان رسنۍ له شلو کلونو وروسته تر ټولو تورتم شپې ورځې تېروي. رسنۍ چې د تېرو شلو کلونو تر ټولو لویه لاسته راوړنه بلل کېږي، اوس د وېرې او ډار له امله د ځوړتیا په لور حرکت کوي.