کندهار کې یوه ښځينه وسله‌ واله وژل شوې

۸صبح، کندهار، احمد شاه شاداب

۸صبح، کندهار: د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په ارغنداب ولسوالۍ کي يې نن د يو لړ عملیاتو پر مهال یوه وسله واله ښځه وژلې ده.
د کندهار د امنيه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، دغه ښځينه وسله واله يې د دې ولايت ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال ووژله چې غوښتل يې پر پولیسو وسله وال بريد ترسره کړي.
ښاغلي بارکزي وويل چې په دې اړه څېړنې روانې دي څو معلومه کړي دغه ښځې په کومې وسله والې ډلې پورې تړاو درلود.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

Back to top button