۸ صبح، کابل: د طالبانو د رژيم د امر بالمعروف وزير شېخ محمد خالد الحنفي له ډاکټرانو غوښتي، چې له اذان اوريدو وروسته طبابت خوشې او جومات ته لاړ شي.
هغه دغه غوښتنه د طالبانو تر واک لاندې، په عامې روغتيا وزارت کې د « طب د اسلام له نظره» په جوړ شوي کنفرانس کې کړې ده.
شېخ حنفي په ورته وخت کې په خپل باور، د ټولنې د اصلاح فورموله هم وړاندې کړې او ويلي يې دي چې د ټولنې اصلاح او فساد د درېو قشرونو ( ديني عالمانو، طبيبانو او د وخت د واکمنانو) په لاس کې دي.
د حنفي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له ډاکټرانو څخه د جومات ته تلو په اړه د هغه غوښتنه يوازې يوه« سپارښتنه» ده.
دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د سپارښتنو په نوم د طالبانو د رژيم؛ په ځانګړي ډول د امر بالمعروف وزارت غوښتنې يې پر خلکو جبري شوي او د خلکو تر اهانته رسيدلي دي.
اوړمه ورځ په کندهار کې د طالبانو د رژيم سيمه ييزې ادارې د امر بالمعروف د ځايي مشر عکسونه خپاره کړي وو، چې له يو شمېر دولتي ادارو، سلمانیو او ورزشي کلبونو څخه يې نوموړی د وسله والو کسانو په ملتيا د ليدو په حال کې څرګنداوه.
دغه طالب مقام یاد شوي خلک تر فشار لاندې نيولي وو، چې د ادارې غوښتنې يې عملي او د طالبانو د ناليدل شوي مشر ملا هبت الله اطاعت وکړي.
د شېخ حنفي له وروستيو څرګندونو سره، خلک انديښمن دي چې طالبان له دې وروسته د عاجلو ناروغانو له درملنې ډاکټران په زوره جوماتونو ته يو نه سي.