په کندهار کې د اروپايي ټولنې د پلاوي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست کتنه

۸صبح، کابل: د اروپایی ټولنې د پلاوي مشرې (رافیلا ایوډېس) او د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړي استازي (ټوماس نیکلاسون) په کندهار کی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال‌وياند حافظ ضياء احمد د چهارشنبې په شپه (کب ۱۰مه)، په يو لړ ټويټونو کې ويلي، چې دغه کتنه د کندهار د والي په دفتر او ددغه ولایت لپاره د طالبانو مرسیتال‌والي په شتون کې شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال‌ویاند ویلي، چې په دې کتنه کې امیرخان متقي په کابل کې د اروپايي هېوادونو د سفارتونو د پرانېستل کېدو غوښتنه کړې ده.

حافظ ضیااحمد د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسون له خولې ویلي، چې اروپايي ټولنه له افغانستان سره د بشري مرستو دوام ته ژمنه ده.

د اروپايي ټولنې له پلاوي سره د طالب چارواکو د خبرو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

اروپايي ټولنې تر اوسه له طالب چارواکو سره د دغه پلاوي د کتنې د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د یوې ښځې په مشرۍ د اروپايي ټولنې له پلاوي سره د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر کتنه، په کابل کې نه بلکې په کندهار کې شوې ده.

د راپورونو له مخې، ددې ډلې د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو په ګډون د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي له څه مودې راهیسې په کندهار کې دي.

ورته لیکنې

Back to top button